لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په هندي عسکرو دبرید وروستو نوي دهلي اواسلام اباد د يوبل په ضدبیا تاوده بيانونه پېل کړي


په هندي کشمير کې د تازه وسله وال بريد وروستو چې هند ادعا کړې پاکستان به د دغه بريد قيمت ورکوي، اسلام اباد نوي دهلي ته خبرداری ورکړی او ويلي يې دي هر ډول اقدام ته به يې مناسب او برابر ځواب ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير د چهارشنبې، شورو په ورځ سېنېټ کې د امنيتي پاليسۍ په اړوند د بيان ورکولو په مهال هند ته خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ویلي،" د هند هر ډول بريد، سټراټيجيکی غطلۍ هغه که هر څنګه او هر چرته وي د برابرۍ په بنياد به ورته ځواب ورکولی شي".

د هندوستان د دفاع وزیرې نرمالا سېتارامن د دوشنبې، ګل په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ چې په جمو او کشميرکې د هندي پوځ په کېمپ باندې د ترسره شوي ترهګریز برید ځواب به ورکوي.

د هندو په نامه یوې هندۍ ورځپاڼې ليکلي ؤ چې اغلې سېتارمن په نوي دهلي کې خبریالانو ته وویل: "پاکستان به د دې ناوړې پېښې قیمت ادا کوي ".

په جمو کې له ترهګرو سره د دوه ورځنۍ نښتې په ترڅ کې پينځه هندي سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

هند ویلي، په درنو وسلو سمبال دغه ترهګر د پاکستانۍ ترهګرې ډلې جیش محمد غړي وو.

هند له دې وړاندې هم په کشمير کې په پاکستان تورونه لګوي چې وسله وال عمليات کوي خو پاکستان دريځ لري د کشميریانو اخلاقي او سياسي ملاتړ کوي نه چې وسله والې مرستې ورسره کوي.

پاکستان او هند د اوږدې مودې نه د کشمير په وېشونکې پوله هم په يو بل تورونه لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي،خو دواړه دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG