لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې تېر کال د لسو زرو نه زيات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختې، رپوټ


تېر کال تر ټولو خونړۍ پېښه د مئي په مياشت کې رامنځته شوې چې يوځانمرګي د موټرد لارې نزدې ۲۰۰۰ کلوګرامه چاؤدېدونکو موادو ته چاؤدنه ورکړې ۹۲ کسان يې وژلي او ۴۹۱ يې ژوبل کړي وو.
تېر کال تر ټولو خونړۍ پېښه د مئي په مياشت کې رامنځته شوې چې يوځانمرګي د موټرد لارې نزدې ۲۰۰۰ کلوګرامه چاؤدېدونکو موادو ته چاؤدنه ورکړې ۹۲ کسان يې وژلي او ۴۹۱ يې ژوبل کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يوناما په خپل کلني رپوټ کې ويلي په کال ۲۰۱۷م کې په دغه هېواد کې د بدامنۍ په پېښو کې د لسو زرو نه سېوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوختې دي.

د يوناماکلنی رپورټ چې نن د پنجشنبې، زيارت په ورځ خپور شوی پکې ويل شوي،"په ټول ۲۰۱۷ م کال کې ۱۰۴۵۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ۳۴۳۸ وژل شوي او ۷۰۱۵ ژوبل شوي دي دا شمېره د کال ۲۰۱۶م په پرتله نهه سلنه (فيصده) راکمه شوې ده".

خو ادارې په خپل رپوټ کې ليکلي، زياتې مرګ ژوبلې د ځانمرګو بريدونو او چاؤدېدونکو موادو له امله رامنځته شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی د ځانمرګو بریدونو له امله ملکیانو ته د اوښتي زیان په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي.

هغه ويلي "زه په ځانګړې توګه په ملکي استوګن سیمو کې له توپیر پرته او غیر قانوني توګه د ځای په ځای شوي چاودیدونکو توکو لکه ځانمرګو بمونو او د فشار سره چاودیدونکي وسیلې د کارولو دوام شاک کړی یم،او دا شرم دی".

د رپوټ ترمخه په ۲۰۱۷م کال کې د ملکي تلفاتو دوهم ستر لامل د حکومت پلوه او حکومت مخالف عناصرو تر منځه ځمکنۍ نښتې وې، ۶۵سلنه مرګ ژوبلې يې د حکومت مخالفه وسله والو عناصرو، ۴۲ سلنه یې طالبانو، ۱۰سلنه يې داعش او ۱۳ سلنه یې د نورو حکومت مخالفه وسله والو د لاسه شوي دي.

دغه رنګ د حکومت پوله ځواکونو لخوا د پينځمې برخې مرګ ژوبلې اوختې دي، ۱۶ سلنه مرګ ژوبلې د افغان امنيتي ځواکونو او دوه سلنه د نړیوالو ځواکونو د لاسه اوختې دي.

يوناما په خپل رپوټ کې ويلي " له شخړو سره تړلي تاوتریخوالي له امله د ښځو او ماشومانو اغیزمنتیا هماغسې درنه پاتې ده یوناما مستند کړې چې په ۲۰۱۷م کال کې ۳۵۹ ښځې وژل شوې چې پينځه سلنه لوړ والی ښیي او ۸۲۵ نورې ټپیانې شوي د ماشومانو په تلفاتو کې۸۶۱ وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان شوي دي چې دا د تیر ۲۰۱۶م کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي".

ادارې په خپل رپوټ کې ليکلي تېر کال تر ټولو خونړۍ پېښه د مئي په مياشت کې رامنځته شوې چې يوځانمرګي د موټرد لارې نزدې ۲۰۰۰ کلوګرامه چاؤدېدونکو موادو ته چاؤدنه ورکړې ۹۲ کسان يې وژلي او ۴۹۱ يې ژوبل کړي وو.

يوناما ويلي دا کال ۲۰۰۹م نه وروستو په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

د سپارښتنو په برخه کې یاد رپوټ په جګړه کې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې د ملکیانو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.

رپوټ پر حکومت مخالف عناصرو هم غږ کړی چې د ملکي اهدافو او ملکیانو عمدي وژنې بندې کړي، په هغو سیمو کې چې تر ډېره د ملکیانو له لوري کارول کیږي له توپیر پرته او په نامناسبه توګه د ځاي په ځای شوو چاودیدونکو توکو کارول ودروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG