لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سترې محکمې دحسین حقاني د نیولو وارنټ جاري کړی


دپاکستان سترې محکمې په “میموګیټ” دوسیه کې امریکا کې دپاکستان دپخواني سفیر ښاغلي حسین حقاني دنیولو وارنټ جاري کړی اؤ دپلټنو مرکزي اداره ایف ایي ای وایي چې دحسین حقاني نیولو دپاره یې انټرپول سره هم تماس نیولی دی.

دحسین حقاني وینا ده چې دغسې وارنټونو نه په تیرو وختونو کې دهیواد څخه دباندې څه ارزښت موندلی اؤ نه به دا وارې پرې کوم عمل وشي.

د کال ۲۰۱۱م د اکتوبر په میاشت کښې یو پاکستاني نژاده امریکایي سوداګر منصور اعجاز واشنگټن کښې د پاکستان په پخواني سفیر حسین حقاني تور لګولی ؤ چې هغه پاکستان کښې د پوځي بغاوت مخنیوي د پاره امریکايي حکومت څخه مرسته غوښتې وه.

په حسین احمد حقاني تور دی چې دامریکا دهاغه وخت پوځي مشر ایډمرل مائیک مولن څخه یې یو لیک کې غوښتنه کړې وه چې که امریکا پاکستان کې دپوځي بغاوت مخه ونیسي نو ددې په بدل کې به دپاکستان دقامي سلامتیا نوې ډله دهاغو تورونو پلټنې وکړي چې په پاکستان اسامه بن لادن ته دپناه ورکولو په اړوند لګول شوي وؤ .

همدغه راز په حسین حقاني لګولو شوؤ تورونو کې داهم ویل شوي وؤ چې هغه امریکایي چارواکو ته دالقاعده دمشرانو امریکا ته دسپارلو اؤ دطالبانو،حقاني شبکې اؤ نورو تندروه ډلو سره داړیکو ختمولو باورونه ورکړي وؤ خو ښاغلي حقاني دغه ټول تورونه رډ کړي وؤ.

د زیارت په ورځ دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي په مشرۍ درې کسیزې قضایي څانګې دمیمو ګیټ ددوسیې اوریدنه کړې اؤ ویلي یې دي چې حسین حقاني د خپلې لوړې څخه سرغړونه کړې ده.

محکمې دهغې دنیولو دپاره وارنټ جاري کړی اؤ دایف ایي ای مشر بشیر میمن محکمې ته ویلي چې دهغه دنیولو دپاره یې انټرپول ته لیک لیږلی دی.

په اتمه فرورۍ هم ددغه دوسیې د اوریدنې په مهال دسترې محکمې مرستیال څارنوال یا ایډیشنل اټارني جنرل محکمې ته باور ورکړی ؤ چې دحسین حقاني هیواد ته د بیرته راؤستلو دپاره به هرممکن ګامونه اخستل کیږي.

پخواني سفیر دسترې محکمې په پریکړه پاکستاني اؤ نړیوالو مطبوعاتو ته خپل غبرګون کې ویلي چې محکمې مخکې هم دهغه نیولو دپاره دغسې وارنټونه جاري کړي چې هیڅ ارزښت یې نه دی موندلی اؤ راتلونکي کې به هم څه ارزښت ونه لري ځکه چې هغه له هیواده بهر دی اؤ بهر دداسې وارنټونو هیڅ ارزښت نه وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG