لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ناټو:افغانستان کې دچین دپوځي موجودیت په اړوند پریکړه به افغان دولت کوي


دافغانستان په بدخشان ولایت کې د چین دپوځي اډې دجوړیدلو په اړوند د راپورونو مخې ته له راتلو وروسته دناټو عمومي سکتر په ډاګه کړې ده چې افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ حق لري چې دنړۍ دهر هیواد سره دخپلې خوښې په اساس اړیکې ولري.

په دې وروستیو کې میډیا دافغان چارواکو له خولې پخپلو راپورونو کې ویلي وؤ چې چين خپلې يوې ناقراره سيمې ته دتندلارو په ورننوتلو اندیښمن دی او هم له دې امله بيجنګ دافغانستان په لرې پرته سيمه کې ديوې پوځي اډې په جوړولو کابل سره خبرې کوي.

دناټو عمومي سکتر جینز سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو ددفاع د وزیرانو د کانفرنس په پایې کې یو مطبوعاتي‌کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي‌چې ناټو دافغان دولت د هاغو هڅو کلک ملاتړ کوي چې دسیمې هیوادونو سره یې دخپلو اړیکو دپیاوړتیا دپاره کړي دي.

هغه وویل ناټو افغانستان کې دچین د پوځي موجودیت په اړه دپریکړې صلاحیت نه لري ځکه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی اؤ دا پریکړه به افغانستان پخپله کوي چې چین یا نورو هیوادونو سره څه رقم اړیکې ټینګوي.

دناټو سکتر وویل چین اؤ دسیمې نور هیوادونه دافغان شخړې هواري کې مهم نقش لري اؤ ناټو په دې نظر ده چې دغه لانجه د چین اؤ نورو سیمه ییزو هیوادونو له مرستې پرته نه شي هواریدلی.

روانه میاشت کې نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي پخپل یو راپور کې دعوه کړې وه چې چین دافغانستان د بدخشان ولایت په لرې پرته سیمه واخان کې خپله پوځي اډه جوړؤل غواړي اؤ دغلته دچین اؤ افغانستان ځواکونو خپلې ګډې ګزمې هم پیل کړي دي.

راپور کې ویل شوي وؤ‌ چې چين ويره لري چې دايسټ ترکستان اسلامک موومنټ( اي ټي ايي ايم) ايغور جنګيالي په بيجنګ دبريدونو لپاره دواخان په لاره ورتيريږي

په دغه راپور کې دڅیړونکو له خولې ویل شوي وؤ چې چين دا ویره هم لري چې دعراق او شام څخه په تېښته دداعش جنګيالي دجنوبي ايشيا او ژنګژانګ څخه په ورتیرو افغانستان ته رسيدلى او يا د واخان دلارې چين ته ننوتلی شي.

دافغانستان ددفاع دوزارت مرستيال وياند محمد رامديش منلې چې افغانستان کې دچین دپوځي اډې دجوړؤلو په پلان دکابل اؤ بیجنګ چارواکو ددسمبر په مياشت کې بيجنګ کې خبرې کړې وې خو جزئيات يې لا اوس هم په ډاګه کيږي

XS
SM
MD
LG