لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشرغني: افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ له یرغل سره مخامخ دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، څرنګه چې د پخواني شوري اتحاد د سرو پوځونو په مقابل کې افغانان و درېدل، هماغه شان دې افغان ولس د نړیوالې ترهګرۍ په ضد یو موټی شي.

ولسمشر غني د زیارت-پنجشنبې په ورځ په خپل صدارتي دفتر کې یوې اقتصادي غونډې ته وینا وکړه او له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو وتلو ته په اشارې یې وویل:

"موږ شوروي پوځونو ته تر ماتې ورکولو وروسته خپلواکي تر لاسه کړه خو اصلي خپلواکي هغه وخت لرلای شو چې اقتصادي خپلواکي ولرو".

موږ شوروي پوځونو ته تر ماتې ورکولو وروسته خپلواکي تر لاسه کړه خو اصلي خپلواکي هغه وخت لرلای شو چې اقتصادي خپلواکي ولرو". ولسمشر غني

ښاغلي غني وویل اقتصادي خپلواکي د کورنیو عوایدو په زیاتیدو او د اقتصادي بنسټونو په رغېدو تر لاسه کېدلای شي او له افغانانو هیله لري چې له ددغو اصلاحاتو په ملاتړ سره د هیواد په اقتصادي خپلواکۍ کې هم خپل نقش ولوبوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته اوس د روسیې په ګډون د سیمې له هېوادونو سره همغږي لري او د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له برکته د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اېشیا هیوادونه له افغانستان سره په سیمه ییزو شریکانو بدل شوي دي.

نوموړي ویلي، افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی او باید په ضد یې افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا و درېږي او د ځپلو لپاره یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ په ضد او همدا راز په اقتصادي، ملکي او نظامي برخو کې د اصلاحاتو لپاره د افغان ولس د ملاتړ غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه د فبرورۍ په ۱۵مه (د دلوې ۲۶مه) له افغانستانه ووتل او افغان ولس ته یې سترې ویجاړۍ او اقتصادي زیانونه په میراث پرېښودل.

XS
SM
MD
LG