لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پوځ: قبایلي سیمو کې نور د وطن کارډ ضرورت نه شته


د پاکستان پوځ پر ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې د پوځ مشر په فاټا کې د قبایلي وروڼو د اسانتیا لپاره امر کړی چې هلته نور وطن کارډ ته اړتیا نه شته.

د دغه پیغام له مخې په قبایلي سیمو کې به اوس د هېواد د نورو برخو غوندې قامي شناختي کارډونه منل کېږي او له کومو کسانو سره چې شناختي کارډونه نه شته، هغوی دې د مې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې شناختي کارډونه تر لاسه کړي.

د پاکستان پوځ دا اعلان په داسې وخت کې کړی، چې په اسلام اباد کې یوولس ورځنی پښتون لاریون پینځه ورځې وړاندې پای ته رسېدلی او په دې ستر احتجاج کې شکایت شوی وو، چې د قبایلي سیمو خلک پر چیک پوسټونو ځورول کېږي او بې له وطن کارډ څخه خپلو سیمو ته نه پرېښوول کېږي.

په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله چې په لکونو کورنۍ د لنډې مودې لپاره د پاکستان نورو سیمو ته کډه شوې، نو حکومت د هغوی کورنیو ته د مالي او خوراکي مرستو د ورکولو په وخت د پېژندنې لپاره هغوی ته د پاکستاني شناختي کارډ تر څنګ "وطن کارډونه" هم ورکړل.

د قبایلي سیمو خلک وایي په وروستیو کلونو کې یې وطن کارډ د حکومت له خوا د خوراکي مرستو اخیستو لپاره دومره نه دی کارولی، څومره چې خپلو سیمو ته د ستنېدو او تګ راتګ په وخت پر چیک پوسټونو ورڅخه غوښتل کېده او له وطن کارډ پرته اجازه نه ورکول کېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ د مشر له خوا د دې اعلان هرکلی کړ، چې وطن کارډ یې ختم کړ او وایي چې د احتجاج په وخت یې له پوځي او استخباراتي مشرانو سره د لیدو په وخت پر دې موضوع خبرې کړې وه، خو وایي پکار ده چې د دې تر څنګ یې نورې غوښتنې هم ومنل شي.

په ډان انګرېزي ورځپاڼه کې د شمالي وزیرستان د مرکز میرامشا په اړه د فبرورۍ په ۱۴مه یو مضمون خپور شوی وو، چې لیکوال یې ویلي وو، شمالي وزیرستان ته تګ ډېر ګران دی، ځکه چې وایي که څوک نور هر څومره د پېژندنې کارډونه ولري، خو له “وطن کارډ” پرته خپلې سیمې ته هم نه شي تلای او پر چیک پوسټونو د تالاشۍ په مهال د مسافرو ډېر سپکاوی کېږي.

منظور پښتین وایي په قبایلي سیمو کې چې کله کومه پېښه وشي، نو تر هغه وروسته امنیتي ادارې پر عامو خلکو تشدد کوي، ګرځبندیز اعلانوي چې وایي د دې کار مخنیوی دي وشي، په قبایلي سیمو کې ښخ ماینونه دي په بیړنۍ توګه پاک شي او پاتې بېګناه نادرکه خلک دي خوشي کړل شي.

XS
SM
MD
LG