لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سعودي عرب ته نور پوځ ليږي


د پاکستان پوځ ويلي د سعودي عرب سره د دوه اړخيزه امنيتي مرستو په لړ کې نورې پوځي دستې سعودي عرب ته لېږلی شي.

ايي اېس پي ار ويلي د پاکستان پوځ سعودي عرب ته "د روزنې او مشاورتي ممهم دپاره لېږلی شي".

پوځ سپيناوی کړی چې "دا او هلته د وړاندې نه موجود عسکر به د سعودي عرب نه بهر نه په ځای کولی شي"، او د پاکستان پوځ د امنيتي مرستو په لړ کې د نورو جي سي سي او سيمه ييزه هېوادونو سره اړيکې دوامداره ساتي.

د پاکستان پوځ دغه اعلان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه او سعودي عرب د سفير نواف سعيدالمالکي ترمنځ د ليدنې وروستو کړی دی، دواړو د پنجشنبې، زيارت په ورځ جنرال هېډکوارټر کې ليدلي وو.

پوځ ويلي په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو او د سيمې په امنيت خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان سعودي عرب ته په پوځ لېږلو په ټولنيزو رسنيو هم بحثونه شوي دي.

خبريال طحه صديقي په ټويټر ليکلي " په بنيادي توګه يمن کې د نورو شيعه ګانود صفايۍ او بې ګناه خلکو د وژنو دپاره : د پاکستان پوځ نورې دستې په سعودي عرب کې د روزنې او مشاورتي مشن دپاره په ځای کولی شي".

د پاکستان پوځ د تازه لېږونکو عسکرو شمېره او وخت نه دی ټاکلی او نه يې په دغه اړوند نور تفصيل بیان کړی دی.

د پاکستان د پوځ ترمخه د سعودي عرب سره په کال ۱۹۸۲م کې يو تړون شوی ؤ د کوم لاندې چې په سعودي عرب کې۱۱۸۰ پاکستاني پوځي سرتيري د وړاندې نه هلته موجود دي.

سعودي عرب په کال ۲۰۱۵م کې هغه وخت په يمن کې هوايي پوځي بريدونه پېل کړل چې کله د ايران ملاتړي حوثي ياغيان په پلازمينه صنعا وروختل او بيا يې په ۲۰۱۶م کې د سعودي عرب ملاتړي صدر ابو ربو منصور هادي حکومت نسکور کړو.

سعودي عرب د ابو ربو منصوري هادي په ملاتړ کې هلته عمليات پېل کړي وو.

سعودي عرب په يمن کې د عملياتونه وړاندې پاکستان ته د پوځ لېږلو ويلي ؤ خو په پارليمان کې دغه خواست د يو قرارداد د لارې رد کړی شوی او ويل شوي چې پاکستان دې په دغه اړوند بې طرفه پاتې شي.

د کال ۲۰۱۵م په وروستيو کې سعودي عرب د ۴۱ اسلامي ملکونو يو اتحاد جوړ کړی او پاکستان يې هرکلی کړی ؤ.

د سعودي عرب په مشرۍ د سني مسلمان هېوادونو د پوځي اتحاد په رسمي ډول پرانسته د تېر کال نومبر په مياشت کې په رياض کې په يوه غونډه کې شوې چې پکې د غړو هېوادنو د بهرنو چارو وزیرانو ګډون کړی ؤ.

د ياد پوځي اتحاد مشري د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف کوي.

د راحيل شريف د دغه مشرۍ په اړوند هم پاکستان کې بحثونه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG