لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور:قبائیلي سیمو کې قابو۴۰۰۰ کسان ځانمرګي‌ بریدونو کې وژل شوي


دپاکستان پارلیمان ته ویل شوي چې د تیرو څلورو کلونو په مهال دهیواد په قبائیلي سیمو کې درې زره اؤ ۸۰۴ کسان په ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې وژل شوي اؤ څه دپاسه درې زره نور ژوبل شوي دي.

دغه شمیرې دپاکستان د ریاستي چارو وزیر ښاغلي عبدالقادر بلوڅ د سینیټ غونډې ته پخپل لیکلي ځواب کې په ډاګه کړي دي.

د ریاستي چارو وزیر ویلي دکال ۲۰۱۳ اؤ ۱۴ م په مهال قبائیلي سیمو کې ۷۰۹ کسانو،په ۲۰۱۴ اؤ ۱۵م کې ۱۰۹۴کسانو، په ۲۰۱۵م اؤ ۱۶م کې ۱۰۰ؤ اؤ په ۲۰۱۷م کې ۹۹۷ کسانو خپل ژوند په ځانمرګي بریدونو کې دلاسه ورکړی دی.

له دې وړاندې د تیرکال په پایې کې قبائیلي سیمو کې دقانون ټینګولو دڅانګې چارواکو پخپل یو راپور کې ویلي ؤ چې دکال ۲۰۰۱ نه تر دې مهاله قبائیلي سیمو کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۶۱۱۲ ده اؤ ۶۷۰۷ کسان ژوبل شوي هم دي.

چارواکو په ډاګه کړې وه چې په وژل شوؤ کې ۲۴۴ دلیویز، ۱۷۸ خاصه دار عسکر اؤ ۵۶۹۰عام وګړي شامل دي.

دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو په اړوند د ښودل شوؤ حکومتي شمیرو ترڅنګ په قبائیلي سیمو کې لکونو وګړو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي چې دهغې په هکله دغه کمیټې ته تفصیل نه دی ورکړل شوی.

قبائیلي وګړي وایي چې په دغه جګړه کې دهغوئ کورونه

جائیدادونه،روزګارونه، مکتبونه، سړکونه اؤ پلونه تباه شوي اؤ نن چې خپلو سیمو ته بیرته ستنیږي نو د ژوند هیڅ اسانۍ ورته نه دي برابرې اؤ په خوړونو اؤ کنډوالو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړېوالې ټولنې پاکستان ته دقبائیلي وګړو دبحالۍ دپاره د اربونو ډالرو مرستې ورکړي دي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد دجګړې له امله دبې کوره شوؤ قبائیلي وګړو بیرته خپلو سیمو ته دستنیدلو په مهال هغوئ سره زړه پورې مرستې کوي.

خو دقبائیلي سیمو وګړي وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي اؤ وایي چې دوئ سره حکومت خپلې دمرستو ژمنې نه پوره کوي

XS
SM
MD
LG