لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي ته دپاکستان دنورو ځواکونو په لیږلو پارلیمان کې سختې نیوکې شوي


دپاکستان پارلیمان (قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ) کې سعودي عرب ته دپاکستان د نورو پوځي ځواکونو په لیږلو سختې پوښتنې راولاړې شوي اؤ دهیواد ددفاع وزیر راتلونکې اوونۍ دسینیټ غونډې ته وربلل شوی ترڅو په ډاګه کړي چې سعودي ته دپوځیانو دلیږلو ترشا څه کیسه ده ؟

تیره ورځ دپاکستان پوځ ویلي وؤ‌ سعودي عرب سره د دوه اړخيزه امنيتي مرستو په لړ کې دپاکستان نور پوځي ځواکونه سعودي عرب ته لیږل کیږي .

دجمعې په ورځ د پاکستان دسینیټ په شوې غونډه کې دپیپلز ګوند سنیټیز ښاغلي فرحت الله بابر سعودي عرب ته دنورو پوځیانو په لیږلو اندیښنه ښکاره کړه اؤ وئ ویل پوځ د نورو ځواکونو سعودي ته دلیږلو اعلان خو کړی خو نه یې ده په ډاګه کړې چې ددغو پوځیانو شمیره به څومره وي؟

ښاغلي بابر وویل پوځ سعودي ته دنورو ځواکونو د لیږلو دا اعلان دپاکستان دپوځ سرلښکر د سعودي دسفیر سره له لیدنې وروستو کړی دی اؤ له دې وړاندې پوځي سرلښکر د سعودي عرب نااعلانه سفر هم کړی چې دهغې په بابله پارلیمان بیخي بې خبره ساتل شوی دی.

دسینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني هم سعودي ته د نورو ځواکونو په لیږلو اندیښنه وښودله اؤ اؤ هیواد ددفاع وزیر خرم دستګیر یې راتلونکې اوونۍ دپارلیمان غونډې ته راوبللو ترڅو پارلیمان ددغه ټولې کیسې نه خبر کړي چې سعودي ته نور څومره ځواکونه د کومو مقصدونو دپاره لیږي؟

همدغه راز د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم سعودي ته د نورو پاکستاني عسکرو په لیږلو اندیښنه ښودل شوې اؤ ویل شوي چې حکومت ددغه معاملې نه پارلیمان بیخي بې خبره ساتلی چې نور څومره ځواکونه سعودي‌عرب ته دکومو غرضونو دپاره لیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ غړې شیرین مزاري پارلیمان ته ویلي چې له دې وړاندې کله دپوځ پخوانی سرلښکر جنرال راحیل د اسلامي ځواکونو دائتلاف مشر ټاکل شوی ؤ نو هاغه مهال هم دپارلیمان نه اجازه نه وه اخستل شوې .

هغې وغوښتل چې باید سعودي ته د نورو ځواکونو د لیږلو په معامله دپارلیمان باور ترلاسه کړل شي.

دپپیلژ ګوند سنیټیرې نفیسه شاه پوښتنه راولاړه کړې ده چې سعودي ته دنورو ځواکونو د لیږلو مقصد څه دي . دغه پوځیان به چرته لګول کیږي ؟

د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېدباجوه او اسلام اباد کې دسعودي عرب سفير نواف سعيدالمالکي دپنجنشنبې په ورځ دپاکستان په پوځي مرکزي (جي ایچ کیو) کې لیدنه کړې وه چې له دغې لیدنې وروسته دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې سعودي ته دنورو پاکستاني ځواکونو دلیږلو اعلان کړی ؤ.

د پاکستان پوځ د تازه لېږونکو عسکرو شمېره او وخت نه دی ټاکلی او نه يې په دغه اړوند نور تفصيل بیان کړی دی.

د پاکستان د پوځ ترمخه د سعودي عرب سره په کال ۱۹۸۲م کې يو تړون شوی ؤ د کوم لاندې چې په سعودي عرب کې۱۱۸۰ پاکستاني پوځي سرتيري د وړاندې نه هلته موجود دي.

سعودي عرب په کال ۲۰۱۵م کې هغه وخت په يمن کې هوايي پوځي بريدونه پېل کړل چې کله د ايران ملاتړي حوثي ياغيان په پلازمينه صنعا وروختل او بيا يې په ۲۰۱۶م کې د سعودي عرب ملاتړي صدر ابو ربو منصور هادي حکومت نسکور کړو.

سعودي عرب د ابو ربو منصوري هادي په ملاتړ کې هلته عمليات پېل کړي وو.

سعودي عرب په يمن کې د عملياتونه وړاندې پاکستان ته د پوځ لېږلو ويلي ؤ خو په پارليمان کې دغه خواست د يو قرارداد د لارې رد کړی شوی او ويل شوي چې پاکستان دې په دغه اړوند بې طرفه پاتې شي.

د کال ۲۰۱۵م په وروستيو کې سعودي عرب د ۴۱ اسلامي ملکونو يو اتحاد جوړ کړی او پاکستان يې هرکلی کړی ؤ.

د سعودي عرب په مشرۍ د سني مسلمان هېوادونو د پوځي اتحاد په رسمي ډول پرانسته د تېر کال نومبر په مياشت کې په رياض کې په يوه غونډه کې شوې چې پکې د غړو هېوادنو د بهرنو چارو وزیرانو ګډون کړی ؤ.

د ياد پوځي اتحاد مشري د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف کوي.

د راحيل شريف د دغه مشرۍ په اړوند هم پاکستان کې بحثونه شوي وو

XS
SM
MD
LG