لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان په پوځي عدالت کې محاکمه کېږي


د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند او د جماعت الاحرار ډلې پخوانی مشر احسان الله احسان.

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند او د جماعت الاحرار ډلې پخوانی مشر احسان الله احسان د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د پاکستان استخباراتو ته ځان وسپاره، خو تر اوسه هغه کوم عدالت ته نه دی وړاندې شوی او نه هم د ترهګرۍ په لسګونو پېښو کې د لاس لرلو په تور سزا شوی دی.

احسان الله احسان د ترهګرۍ په ټولو پېښو کې پر لاس لرلو له خلکو بخښنه غوښتې وه، خو حکومت او پوځ تر اوسه د هغه بخښنه نه ده منلې او هغه له شاوخوا یوه کاله راهیسې د پاکستان د استخباراتي ادارې په ولکه کې دی.

احسان الله احسان د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پر آرمي پبلک سکول په خونړي برید کې د لاس لرلو اعتراف هم کړی، چې د شاوخوا ۱۲۵ ماشومانو په ګډون ۱۴۵ تنه پکې وژل شوي وو. د وژل شویو ماشومانو کورنیو تېر کال د پېښور له هایکورټ څخه غوښتنه کړې وه، چې احسان الله احسان دي عدالت ته وړاندې کړي او سزا دي یې کړي.

د آرمي پبلک سکول د وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکېټ وایي د دوی د ماشومانو په شمول د سلګونو بېګناه خلکو په وژنه تورن کس باید د عام ملزم غوندې عدالت ته وړاندې شوی او سزا شوی وای، خو وایي تر یو کال تېرېدو وروسته هم نه یواځې هغه محاکمه نه شو، بلکې حکومت هغه د" مېلمه" په توګه ساتلی دی.

"موږ وخت په وخت له حکومته غوښتنه کړې، چې احسان الله احسان ته دي په پوځي عدالت کې سزا ورکړي، ځکه چې پوځي عدالت د آرمي پبلک سکول د پېښې په اساس جوړ شوی وو. حکومت له قانوني او آییني پلوه هغه نه شي بخښلای، دا حق زموږ دی ځکه چې زموږ بچي وژل شوي دي"

یو پاکستانی پوځي د ۲۰۱۴م کال په ۱۶م دسمبر د پېښور پر آرمي پبلک سکول تر برید وروسته د پېښې په ځای کې.
یو پاکستانی پوځي د ۲۰۱۴م کال په ۱۶م دسمبر د پېښور پر آرمي پبلک سکول تر برید وروسته د پېښې په ځای کې.

په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې وې چې ګوندې حکومت به احسان الله احسان ته عامه بخښنه وکړي او خوشي به یې کړې. فضل خان ایډوکېټ چې زوی یې د آرمي پبلک سکول په پېښه کې وژل شوی وو، د زیارت- پنجشنبې په ورځ پېښور هایکورټ ته بیا درخواست ورکړی او وایي چې احسان الله احسان دي په پوځي عدالت کې محاکمه شي.

د پېښور اعلی عدالت- چې مخکې یې هم مرکزي حکومت ته د احسان الله احسان په اړه د پلټنو امر کړی وو- یو ځل بیا د پاکستان مرکزي حکومت ته امر کړی، چې د سلګونو بېګناه خلکو په وژنه تورن ترهګر احسان خوشي نه کړي او بې له محاکمه ورته بخښنه ونه کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې احسان الله احسان نه خوشي کوي او هغه به عدالت ته وړاندې کېږي. د پاکستان د ریاستي چارو داخله وزیر طلال چوهدري د سېنټ په غونډه کې د پیپلز ګوند د سنېټر فرحت الله بابر د دې پوښتنې په ځواب کې- چې د احسان الله احسان مقدمه څنګه روانه ده او هغه چېرې ساتل شوی- سېنټ ته ویلي وو، چې هغه نه بخښل کېږي او د محاکمې لپاره به پوځي عدالت ته وړاندې شي.

خو د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په پوځي عدالت کې د احسان الله احسان د محاکمه کېدو مخالفت کوي او وایي چې هغه باید د ترهګرۍ ضد عدالت کې په څرګنده محاکمه شي، چې خلک پوه شي د هغه په ضد څه شهادتونه دي، ځکه چې په پوځي عدالت کې به هغه د پردې شاته محاکمه شي او سزا به شي.

XS
SM
MD
LG