لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د زمبابوې نه څلورمه یوه ورځنې لوبه هم وګټله


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په شارجه کې د زمبابوی پرضد د پېنځه یوه ورځني لوبو په سیریز څلورمه لوبه په لسو ویکټو ګټلې. ددغه ګټې سره د افغانستان لوبډلې دغه سیریز هم وګټلو.

نن د زمبابوې لوبډلې د ټاس ګټولو وروستو اول د بیټنګ کولو پریکړه وکړه خو د تیر په شان یو ځل بیا د زمبابوی لوبغاړو د افغانستان د بالرانو د غوره بالنګ مقابله وه نه کړی شوه او په ۳۸ اورونو کې يې ټول لوبغاړو په ۱۳۴ منډو جوړولو وسوځیدل.

د افغانستان لخوا مجیب ځدران تر ټولو غوره بالنګ اوکړو او د زمبابوی ۵ لوبغاړي يې سوځولي.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې لوبغاړو غوره لوبه وکړه او دغه حدف یې په ۲۱.۱ اورونو کې په اوپننګ پوره کړو. د افغانستان شهزا محمدي ۷۵ او احسان الله ۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.

په ننۍ لوبه کې راشد خان او محمد نبي د زمبابوی دوه دوه او مجیب ځدراڼ ترټولو زیاتې ۵ وکټې ترلاسه کړي. د زمبابوې په لوبډله کې ټایلر په ۲۹ بالونو ۳۰ اوکرینګ ایروینپه ۷۳ بالونو ۵۴ منډې جوړې کړي خو نور لوبغاړي په میدان دومره اېسار نه شول.

د دې وړاندې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ دوه شل اوریزې یا ټي ۲۰ او درې پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره شوي دي. په دغه لوبو کې افغانستان څلور او زمبابوی یواځې یوه لوبه ګټلې.

د دواړه هیوادونو تر مېنځه د دغه سیریز اخرۍ لوبه به د روانې میاشتې په ۱۹ نېټه ترسره کیږي.

حقمل سادات روان کابل

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG