لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان امریکا څخه په ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو پیسې غواړي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د ډیورنډ په کرښه دهاغه ازغن تار په لګولو کې داامریکا څخه مالي مرسته غوښتې چې دافغانستان حکومت اؤ خلک یې د لګولو مخالف دي.

پاکستان وایي د پولې یوه برخه یې په ازغن تار پوښلې ده خو په ټوله پوله ددغه تار په تیرؤلو کې یې مالي ستونزه په مخکې پرته ده اؤ که امریکا وغواړي نو ددغه پیسو ورکړه ورته غوږ له دګوتې وړلو په معنا هم نه ده.

افغان حکومت او اولس د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار له غځولو سره مخالفت څرګندوي او په ډاګه کړې یې ده چې دفرصت په پیداکولو سره به په کرښه دپاکستان لخوا په یو اړخیز ډول لګول شوې ټولې کټارې اؤ‌ تاسیسات له منیځه وړي.

دافغانستان په پکتیا او پکتیکا کې د سیمې خلکو دغه ازغن تار په احتجاجي توګه په ځینو برخو کې له منځه هم وړي.

د بلوم برګ په نوم خبري شبکې سره مرکه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان اؤ افغانستان ۲۳۰۰ کلومیټره اوږده پوله لري چې دهغې دڅارنې چارې ډیرې ضعیفې دي اؤ هرڅوک پرې اوښتی را اوښتی شي.

هغه ویلي د ورځې په اوږدو کې په دغه پوله خواوشا ۷۰زره کسان په دغه پوله اوړي، رااوړي چې په دې کې ورانکاري خلک هم کیدی شي ځکه نو ازغن تار لګول ددواړو هیوادونو په ګټه دی .

خواجه اصف وویل دترهګرۍ په ضد په جګړه چې امریکا څومره پیسې لګوي نو ددغه ازغن تار لګولو مصرف ورته دهاغو پیسو دخیري برابر هم نه دی ځکه نو ددغه تار مصارف دې هم پخپله غاړه واخلي.

پاکستان پر ډیورنډ پوله د اغزن تار غځولو کار د ۲۰۱۷م کال په جون کې پیل کړی، چې تر اوسه یې له باجوړ، مومند او خیبراېجنسۍ سره پر پوله ۱۵۰ کیلومیټره ازغن تار لګولی دی.

د پاکستان پوځ وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به پر ۹۲ فیصده پوله باندې ازغن تار ولګوي، چې وایي پر دې پلان به یې ۵۵۰ میلیونه ډالره لګښت راشي.

د پاکستان حکومت وايي پر پوله به شاوخوا ۷۵۰ امنیتي څوکۍ او وړې کلاګانې هم جوړې کړي، چې د څارنې اعلی ټیکنالوجي به پکې نصب کړي. وایي له دې سره به سرحدي عسکر په اسانۍ سره د پولې دواړه خواوې وڅاري.

خو دافغانستان حکومت د ډیورنډ کرښه تر اوسه پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه ده پیژندلې ځکه په دغه پوله د امنیتي کټارو جوړولو اؤ ازغن تار غځولو سره مخالفت لري

تیرکال دجون په میاشت کې دافغانستان دسرحدونو اؤ دقبائیلو دچارو پخواني سرپرست ښاغلي عبدالغفور لیوال ویلي وؤ‌ افغانستان د ډیورنډ په کرښه دپاکستان له لوري دازغن تار لګولو معاملې ته ځیر دی اؤ ددې دمخنیوي دپاره به د فرصت په پیدا کولو سره اقدام وکړي.

هغه دا هم ویلي وؤ چې پاکستان په یو اړخیز ډول په کرښه کوم تاسیسات جوړوي ، افغانان به یې له مینځه یوسي

XS
SM
MD
LG