لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بدخشان: ۱۷کاله وروسته په طالبانو بیا د B52 الوتکو بمباري،۴۰ مړه


امریکایي ځواکونو دافغانستان په بدخشان ولایت کې یو ځل بیا د طالبانو په ځالو د بي ۵۲ ډوله الوتکو له لارې بمباري کړې چې پکې لږ تر لږه د ۴۰ طالبانو د وژل کیدو دعوه شوې ده.

تیره اوونۍ هم امریکایي ځواکونو بدخشان کې دطالبانو اؤ دختیز ترکستان اسلامي تحریک په نوم دترهګرو ډلو ځالې بمبار کړې وې چې پکې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي وؤ.

دبدخشان په کومه لره پرته سیمه کې د ورانکارو دغه مرکزونه په نخښه کړل شوې ویل کیږي هغه د چین سره نزدې ده اؤ چین هم اندیښنه لري چې له دې لارې ترهګر د هغوئ ناقراره صوبې سنک سیانک ته ور اوښتی شي.

سرچینې وایي د امریکایي ځواکونو په تازه بمبارۍ کې دطالبانو ګڼ شمیر روزنیز مرکزونه له مینځه وړل شوي اؤ‌ هغوئ ته درانه زیانونه اوښتي دي.

څیړونکي وایي دطالبانو په ضد ۱۷ کاله وروسته د بي ۵۲ الوتکو یوځل بیا فعالیت ښایي چې امریکا اوس په افغانستان کې خپله جنګي تګلاره بدله کړې اؤ غواړي طالبان زر تر زره وځپي.

په کال ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت نسکورؤلو دپاره هم امریکایي ځواکونو د بې ۵۲ الوتکو څخه په پراخه کچ استفاده کړې وه اؤ په هغوئ یې ددغه الوتکو نه بمونه ورؤلي وؤ.

طالبانو تیره ورځ دامریکایي اولس اؤ کانګریس څخه د یو پرانستي لیک دلارې دمزاکراتو غوښتنه کړې وه چې دغه غوښتنه ناټو رد کړې وه.

تیره اوونۍ بدخشان کې د طالبانو په ځالو دامریکایي ځواکونو دبمبارۍ نه وروسته د ناټو اؤ امریکایي ځواکونو کمانډر جان نیکلسن پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې افغانستان کې د هیڅ یوې ترهګرې ډلې دپاره دپټیدلو ځایې نشته اؤ دغه ترهګر چې دافغانستان هر ګوټ کې پټیږي دناټو په مشرۍ ځواکونه به یې په نخښه کوي

XS
SM
MD
LG