لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زینب جنسي تیري اؤ وژنه کې ککړ مجرم ته ۴ کرته د تیزندۍ سزا


دپنجاب ایالت په قصور سیمه کې په اووه کلنه ماشومه زینب دجنسي تیري کولو نه وروسته دهغې د وژنې په تور نیول شوي مجرم عمران علي ته دترهګرۍ د مخنیوي محکمې د څلور کرته تیزندۍ سزا اورولې ده.

دغه سزا هغه ته د خالي د سه شنبې په ورځ د کوټ لکهپت په زندان کې د ترهګرۍ دمخنیوي د محکمې قاضي سجاد احمد اورولې ده.

دپنجاب دقضایي چارو څارنوال یا پراسکیوټر جنرل احتشام قادر میډیا ته ویلي چې عمران علي د زینب په ګډون په نهو وړو جینکو جنسي تیری کړی چې هغې کې یې اووه جینکۍ وژلي هم دي خو نن محکمې هغه خپل انجام ته ورسولو.

هغه ویلي عمران علي ته زینب باندې دجنسي تیري په جرم کې د عمري بند اؤ ۱۰لکو روپو سزا هم اورول شوې ده.

اووه کلنه ماشومه زینب تیره میاشت د پنجاب دقصور سیمې نه له تښتول کیدو وروسته وژل شوې اؤ بیا یې مړی په نهمه جنورۍ د یو ډیران څخه موندل شوی ؤ.

دهغې دمړي ترلاسه کیدو نه وروسته معلومه شوې وه چې په دغه ماشومه جنسي تیری هم شوی چې دهغې په ضد ټول پاکستان کې خلکو احتجاجونه کړي وؤ.

وروسته دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار د زینب د وژنې پخپله نوټس اخستی ؤ اؤ په ۲۱مه جنورۍ یې پولیس ته امر کړی ؤ چې په ۷۲ؤ ساعتو کې دننه باید د زینب وژونکي ونیسي.

په ۲۳ مه جنورۍ دپنجاب پولیسو د عمران علي په نوم د یو تن د نیولو دعوه وکړه اؤ وئ ویل چې د ډي این ای اؤ پولي ګرافک معائنو نه معلومه شوې ده چې عمران علي د زینب اؤ نورو اتوؤ وړو جینکو په وژنه کې ککړ دی.

دعمران علي په ضد په کوټ لکهپت زندان کې مقدمه روانه وه اؤ په ۱۲مه فرورۍ په هغه د زینب د وژنې جرم اچول شوی ؤ.

د دوسییې اوریدنې په مهال محکمې د ۵۶ ګواهانو بیانونه اخستي وؤ اؤ ۳۶ کسانو پرې شهادتونه هم ورکړي وؤ په ۱۵مه فرورۍ د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې خپله پریکړه خوندي کړه اؤ اؤ نن یې واورؤله.

په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي زیاتیو کچه داندیښنو تر بریده لوړه شوې ده اؤ تیره ورځ قامي اسمبلۍ ته ویل شوي چې په تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG