لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف زرداري دنقیب مسید په وژنه تورن راؤ انوار"زړور ماشوم "بللی


دپاکستان پخواني صدر اؤ په سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار د یو “زړور ماشوم” په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي راؤ انوار هغه سړی دی چې د ایم کیو ایم په ضد یې عملیاتو کې برخه اخستې وه.

راؤ انوار چې د اصف علي زرداري د نزدې ملګرو څخه شمیرل کیږي‌، په ن۱۳مه جنورۍ یې کراچۍ کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی زلمي نقیب مسید په یوه نقلي پولیس مقابله کې وژلی ؤ.

دنقیب مسید ترڅنګ په راؤ انوار د عدالت نه پشي شا دنورو ۴۴۴ کسانو د وژنې تورونه هم لګیدلي خو دنقیب مسید د وژنې مقدمه نیغ په نیغه دراؤ انوار اؤ دهغه د ډلې د نورو پولیسو په ضد درج کړل شوې ده.

دیو شخصي ټي وي سره مرکه کې اصف علي زرداري ویلي د راؤ انوار په ضد محکمو کې د ۴۴۴ کسانو پخپل سر د د وژنو د دوسیو خبره هسې په اندازو کیږي ،

هغه وپوښتل “دهغه (راؤ انوار)په ضد ولې ۴۴۴ مقدمې سورې دي؟”

هغه وویل دسندهـ صوبې حکومت د راؤ انوار په ضد د۴۴۴ خپلسره وژنو راپور محکمه کې نه دی جمع کړی بلکې دغه راپورونه دسندهـ دپولیسو هم هاغه سرلښکر الله ډنو. خواجه اؤ دهغه پولیسو جمع کړي چې سترې محکمې پخپله سندهـ کې دپولیسو سرلښکر لګولی .

اصف زرداري د راؤ انوار د مړانې ستائیلو په ترڅ کې ویلي دپخواني داخله ویلي نصیرالله بابر په مشرۍ چې دبې نظیر بوټو د واکمنۍ په دوره کې کوم عملیات شوي وؤ هغې کې ۵۴ ایس ایچ اوګانو برخه لرله چې ۵۳ پکې وژل شوي اؤ دا یوازینۍ “ماشوم “دی چې ژوندی ګرځي

په دغه وژنه کې اصف زرداري نیغ په نیغ د نقیب مسید نوم نه دی اخستی خو ویلي یې دي “دې معاملې ته میډیا، اؤ ټولنیزو رسنیو هوا ورکړې ده ، خو ددې هیڅکله دا مطلب نه شو چې ګنې دا یو حقیقت دی”

دنقیب مسید د وژنې مقدمه چې دکله راهسې د ملیر دپخواني ایس ایس پي راؤ انوار په ضد درج شوې ده هغه له هغې ورځې مخرور دی اؤ دمحکمې د راغوښتلو باوجود هم محکمې ته نه وړاندې کیږي.

پاکستان کې د ټي وي په چینلو راجوړیدونکو مباحثو اؤ د سوشل میډیا په خپرونو کې زیاتره څیړونکي شکونه ښکاره کوي چې راؤ انوار د اصف علي زرداري په ملاتړ ځان پټ ساتلی خو دپیپلز ګوند مشران اؤ د سندهـ صوبې حکومت دغه تورونه ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG