لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راؤ انوار ته د "زړور ماشوم" په ويلو د اصف زرداري سپيناوی او افسوس


د پاکستان پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د پخواني پوليس افسر راؤ انوار په اړوند په خپل بيان د افسوس څرګندونه کړې" او ويلي يې دي د هغه مطلب د راؤ انوار دفاع کول نه ؤ.

اصف علي زرداري راؤ انوار ته زړور ماشوم ويلي ؤ.

د کراچۍ د مليرضلعې پخواني پوليس افسر راؤ انوار د نقيب الله مسيد سره درې نور کسان په يوه پوليس مقابله کې وژلي او وروستو پوليسو په خپله ويلي دغه مقابله جعلي يا نقلي وه.

په ۱۳م جنورۍ دغه پېښه رامنځته شوې او په ۲۳م جنورۍ د راؤ انوار او هغه سره پوليس ډله باندې د نقيب مسيد د وژنې مقدمه درج کړی شوې او راؤ انوار د هغې ورځې نه پټ دی.

راؤ انوار چې د اصف زرداري نزدې ملګری ګڼل کيږي زرداري د چهارشنبې په شپه د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې راؤ انوار ته "زړور ماشوم" ويلي وو.

هغه ويلي ؤ د سندهـ صوبې حکومت د راؤ انوار په ضد د۴۴۴ خپلسره وژنو راپور محکمه کې نه دی جمع کړی بلکې دغه راپورونه دسندهـ دپولیسو هاغه مشر الله ډنو. خواجه اؤ د هغه پولیسو جمع کړی چې سترې محکمې پخپله سندهـ کې د پولیسو مشر لګولی دی.

د اصف زرداري دغه بيان ته په ټولنيزو رسنيو د سخت غبرګون وروستو نوموړي تېره شپه يو بل ټيلي ويژن سره په خبرو کې ویلي، د هغه د وېنا مقصد دا نه ؤ او د زړور ماشوم خبره يې د متحده قامي مومنټ په ضد د عملياتو په ترڅ کې کړې وه.

هغه وويل " زما د خبرې دا مطلب چې د عدالت پرته وژنې ملاتړ کوم، يا پيپلز ګوند کوي دا څوک نشي کولی او زه یې غندنه کوم".

هغه زياته کړه که " هغه (راؤ انوار) په قانون کې مجرم وي نو هغه به د قانون منګولو ته راځي".

د اصف زرداري د خپلې خبرې په سپيناوي او افسوس باندې ځینو کسانو په ټولنيزو رسنيو ليکلي چې د ټولنيزو رسنيو زور اصف زرداري په خپله خبره پښېمانه کړو او خپله خبره يې واپس واخسته.

خو ځينو کسانو ليکلي هغه خپلې خبرې ته جواز جوړ کړی او دفاع يې کړې ده، او د اصف زرداري نه يې د بخښاني غوښتنه کړې ده چې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG