لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"وخت راغلی چې افغان کډوال بيرته په عزت سره ستانه شي"، جنرال باجوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ويلي "وخت راغلی بايد افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته په عزت سره ستانه شي"، هغه ويلي ترهګرپه پاکستان کې افغان کډوال کېمپونه کاروي.

د جرمني په ميونخ ښار کې د امنيت په اړوند راجوړې درې ورځنۍ غونډې ته په وېنا کې جنرال باجوه د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د تاوان او لاس ته راوړنو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي دا وخت په پاکستان هيڅ يوه منظمه ترهګره ډله شتون نه لري.

نوموړي ويلي "پاکستان کې دا وخت ۲.۷ ميلنه کډوال مېشت دي وخت راغلی دغه خلک بيرته خپل هېواد ته په درناوي سره ستانه شي".

هغه ويلي پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو پرضد عمليات کړي او دلته ترهګرې ډلې شتون نه لري خو دا احتمال هم نشي رد کېدی چې ترهګر دلته وجود نه لري.

هغه زياته کړې "پاکستان کې ترهګر په منظم ډول شتون نه لري خو اوس يې هم پټ ځايونه شته په غرييزو او پولوباندې پرتو علاقو او په ښارونو کې په ۵۴ کډوالو کېمپونو کې پټ دي او تحریک طالبان افغانستان او حقاني شبکه دغه کېمپونه کاروي خلک پکې ځان سره يو ځای کوي".

هغه د افغان کډوالو په بيرته ستنولو ټينګار کړی او ويلي يې دوي نه غواړي چې د پاکستان خاوره د کوربه توب په هېڅ د افغانستان پرضد وکاريږي.

هغه ويلي تېر کال په پاکستان کې ترسره شوي زيات ترهګر بريدونه د افغانستان په خاوره پلان شوي وو "په ۱۳۰ بريدونو کې ۱۲۳ د افغانستان په خاوره منصوبه شوي وو".

جنرال باجوه ويلي په افغانستان د دغو بريدونو تور نه لګوي خو په افغانستان کې بې ثباتي په پاکستان بدې اغېزې لري او نوموړي په افغانستان کې د نړيوالو او امريکايي ځواکونو په اړوند هم خبري کړي چې د هغو په موجودګۍ کې دغسې کيږي.

د پاکستان د پوځ مشر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پاکستان د امريکې لخوا د سخت فشار سره مخ دی چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي او امريکا او افغانستان تور لګوي چې د دغه هېواد د استخباراتو په ملاتړ حقاني شبکه او نورو ترهګر په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

په وروستيو کې پاکستان ادعا کړې چې افغانستان ته یې ۲۷ ترهګر سپارلي خو افغانستان ويلي ترهګر عام کډوال يې ورته حواله کړي دي.

پاکستان په خپله خاوره افغان کډوالو ته د ۳۱م جنورۍ وروستو د نورو دوه مياشتو دپاره په قانوني توګه دپاتې کېدو وخت ورکړی دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) ترمخه پاکستان کې ۱۴ لاکه رجسټر کډوال ژوند کوي اود پاکستان حکومت وايي یو ملين نور غېر رجسټرډ کډوال هم دي.

پاکستان کې د تېرې اوږدې مودې نه د افغان کډوالو په بيرته ستنېدو ټينګار کيږي، او خپله په وروستيو کې افغان حکومت هم خپلو اړونده ادارو ته ويلي د پاکستان نه بيرته ستنېدونکو کډوالو ته دې ځمکې ورکړي او پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په خپلو کډوالو وطن والو غږ کړی ؤ چې خپل وطن ته په ستنېدو کې يې خېر دی.

جنرال باجوه ويلي پاکستان القاعده، تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ته ماتې ورکړې خو دغه تندلاري په افغانستان کې فعاليتونه لري او دوي هلته د يو کلک اتحاد په موجودګۍ کې شتون لري.

نوموړي په خپله وېنا کې په جهاد هم رڼا اچولې چې اصل جهاد څه دی، او هغه د جهاد په اړوند د پاکستان دريځ په وروستيو کې د علماؤ لخوا ورکړی شوې فتوه د حوالې په توګه ياده کړې ده.

پاکستان کې تېره مياشت د ۱۸۰۰زیاتو علماؤ فتوه ورکړې وه چې په دغه هېواد کې ځانمرګي بريدونه او ترهګري حرامه ده.

افغان علماؤ دغې فتوې ته سیاسي ويلي او افغان صدر اشرف غني په خپله يوه وېنا کې دغې فتوې ته په اشارې کولو سره ويلي ؤ، "اسلام د ټولو مسلمانانو دپاره دی، څوک چې د مسلمانانو ترمنځ د خپلو سياسي ګټو دپاره په خپلو فتوؤ کې توپيرکوي او د مسلمانانو قتل عام ته قانوني بڼه ورکوي دا جنګي جنايتکاري ده بايد بندېز پرې ولګول شي".

ښاغلي غني دا هم ويلي ؤ چې د پاکستاني علماؤ دې دا پوښتنه وشي چې په اسلام کې د کوم وخت نه فتوه تر يو هېواد پورې محدوده ده.

XS
SM
MD
LG