لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان درېم واده کړی


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر پخواني کرکټر عمران خان د دوه ښځو طلاقولو وروستو بشریٰ مانيکا نومې ښځې سره درېم واده کړی دی، ځايي ميډيا وايي مانيکا د عمران پيره هم ده.

تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) په ټويټر د عمران خان د واده پخلی کړی دی.

​په ټولنيزو رسنيو د واده عکسونه خپاره کړی شوي چې زيات خلک د نکاح په وخت نه ليدل کيږي او عمران د پټ مخ بشریٰ مانيکا سره ناست دی.

د تېرې میاشتې په لمړي سر کې داسې خبرونه خپاره شوي چې عمران خان واده کړی خو هغه په خپله بيا ويلي ؤ چې واده يې کړی نه دی مانيکا ته يې پېغام ورلېږلی دی.

عمران خان ۶۶کلن او بشریٰ مانیکا ۴۰ کلنه ده.

خبريال مبشر زېدي په ټويټر ليکلي،

"تبديلي (بدلون) راغلو، د ۷۰ کالو پورې موروثي سياست وشو او اوس د عروسي سياست دور راغلو".

نايله عنايت په ټويټر د عمران خان د درېو واړو ودونو عکسونه خپاره کړي او ليکلي يې دي په درېم ځل واده؟،

​بشير ګواښ په ټويټر ويلي،

" د پاکستان ټيلي ويژن چېنلې د عمران خان د بل واده د عکسونو سره د هند د رقص سندرې چلوي خو د سوات لانګ مارچ ته ځای نه ورکوي، د سوات لاريون په پوځي چيک پوستو د ناوړه رويې په ضد ؤ".

تسليم نسرين ليکلي،

"عمران خان به درېمه وکټه کله بايلي؟".

عمران خان له دې وړاندې دوه ودونه کړي او دواړه ښځو ته يې طلاقونه ورکړي دي.

عمران خان په کال ۲۰۱۵م کې ريحام خان له طلاق ورکړی ؤ، د ريحام خان او عمران واده ۱۰ مياشتې وروستو مات شوی ؤ.

له دې وړاندې عمران خان د برتانيې د جمائما سره واده کړی او هغې ته يې هم طلاق ورکړی ؤ.

XS
SM
MD
LG