لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ: امنيتي ځواکونو دوه ځانمرګي بريد کوونکي وژلي


د قبايلي سیمې باجوړ ايجنسۍ پوليټيکل چارواکو ويلي د ليويز ځواک په چيک پوسته دوه ځانمرګي راغلي او د ځواکونو سره په نښته کې دواړه وژل شوي دي.

د ناوګۍ سب ډويژن مرستيال پوليټيکل ايجنټ انوارالحق ډيوه سره په خبرو کې وويل،" نن د دوشنبې، ګل په ورځ د واړه مامومند تحصيل په ګټکي علاقه کې دوه ځانمرګي د ليويز ځواک په چيک پوسته راغلي او يو پکې په ليويز سرتېرو ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې بيا دواړه وژل شوي دي".

ډيوه ته سرچينو ويلي يو ځانمرګي ځان ته په خپله چاؤدنه ورکړې ده.

د پېښې وروستو علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات هم پېل کړی شوي دي.

د وژل شوؤ ځانمرګو مړي د باجوړ مرکزي روغتون خار ته راوړل شوي خو پېژندګلو يې نه ده شوې.

مرستيال پوليټيکل ايجنټ ويلي دوي ته د تېرو لسو، ۱۲ ورځې راهسې داسې خبر ؤ چې يو ځانمرګی بريد کوونکی علاقې ته راننوتی دی ځکه په ټوله ايجنسۍ کې ځواکونه چمتو کړی شوي او د لټون عمليات سخت کړی شوي وو.

هغه وويل دوي په سیمه کې د يو ځانمرګي په اړوند داسې ليک هم خپور کړی ؤ چې که دغه تن چا وليدو او د هغه په اړوند يې مالومات شریک کړل د باجوړ سکاؤټس به ورله لس لاکه روپۍ انعام ورکوي.

په ماموند تحصيل کې دوه ورځې وړاندې يوه چاؤدنه کې د امن لښکر يو مشر ملک عبدالرحمان وژل شوی او يوه بله چاؤدنه کې د ليويز يو سرتېری او يو ماشوم ژوبل شوي وو.

قبايلي سيمه باجوړ ايجنسي د افغانستان سره په پوله پرته علاقه ده.

XS
SM
MD
LG