لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برمک او ستانکزي د پاکستان تګ تش سفر نه ؤ، زاخېلوال


پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي، د افغانستان د کورنيو چارو وزير وېس احمد برمک او د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزي د پاکستان تګ تراوسه پورې څارل کيږي.

زاخېلوال ازادي ريډيو سره په خبرو کې ويلي، "هغه سفر چې د کابل نه د ملي امنیت مشر ښاغلي ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ښاغلي برمک کړی ؤ، هغه په منظمه توګه تعقیب شوی دی یعنې داسې نه ‌ده چې یو سفر و او نور پرېښودل شوی دی".

افغان لوړ پوړي پلاوي د جنورۍ په وروستۍ نېټه د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې له دغې څو ورځې وړاندې په کابل او هېواد په نورو برخو کې ترهګرو بريدونو نزدې ۲۰۰ عامو ملکي خلکو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبلې اړولې وې.

افغان چارواکو ويلي ؤ په دغه هېواد کې وروستي ترهګر بريدونه حقاني شبکې کړي کومه ډله چې په پاکستان کې پټې ځالې لري او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو اسلام اباد دکابل دغه تورونه ردوي.

د پاکستان نه په بیرته تګ ستانکزي ويلي ؤ،" مونږ د پاکستان نه غوښتي چې په افغانستان کې په نزدیو ورځو کې شوو خونړي بریدونو کې ککړ تنان دې مونږ ته حواله کړي. مونږ د پاکستان سره داسې ثبوتونه شریک کړي چې ښکاره کوي دغه بریدونه د پاکستان په خاوره پلان شوي وو".

له دغې وروستو د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ يو پلاوي د کابل سفر کړی او په دوه اړخيزو اړيکو يې خبرې اترې کړې وې.

او بيا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو بل افغان پلاوي د اسلام اباد دوه ورځنی سفر کړی او د دغه سفر په اړوند د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر وياند محمدفېصل ویلي ؤ، دواړه فريقه په ځينو خبرې موافقې ته رسېدلي او زياته کړې يې وه ځينې مسلې اوس هم ترمنځه پاتې دي.

د روانې مياشتې په ۱۳م نېټه د پاکستان د پوځ مشرجنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته د چیف اف ډيفنس غونډې ته ګډون له ورغلی ؤ.

محمدفېصل په ۳۰م جنورۍ يو ټويټ کې ویلي ؤ د تېر کال نومبر په مياشت کې پاکستان د تحريک طالبان افغانستان او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک کسان کابل ته سپارلي وو.

خو افغان چارواکو ويلي ؤ دوي ته سپارل شوي کسان عام افغان وګړي وو.

په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان په ترڅ کې د امريکا د سخت فشار لاندې دی او په وروستيو کې د دواړو هېوادونو پلاؤ سفرونه هم کړي خو د دواړو ترمنځ د اوږدې مودې نه تاوژنو اړيکو کې په ښکاره کوم ښه پرمختګ نه دی ليدل شوی.

XS
SM
MD
LG