لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېرس: د ترهګرو د مالي مرستو په نړیوال نوملړ کې د پاکستان پر شاملولو بحث روان دی


په داسې حال کې چې د غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ د مالي مرستو د څارنې په اړه په پېرس کې شپږورځنۍ نړیواله غونډه روانه ده، په پاکستان او نړۍ کې بحثونه روان دي چې که دا هېواد په هغه لیسټ کې شامل شي، چې د ترهګرو د مالي ملاتړ په مخنیوي کې ناکامه ګڼل شوي، ګټې او تاوانونه به یې څه وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال یوې خبري غونډې ته په وینا کې هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړي هېواد په توګه نه پېژني او په نړیوال لیسټ به یې نه شاملوي.

"دا کار څه جواز نه لري او نړیواله ټولنه داسې څه ګام نه شي اخیستلای چې د ترهګرۍ په ضد زموږ په هڅو کې خنډ پېښ کړي، موږ په دې اړه له نړیوالو سره په رابطه کې یو"

د مالیې د څار نړیواله اداره (ایف اې ټي ایف) وایي په روانه غونډه کې د نړیوال مالي نظام پر خوندیتوب او امنیت باندې خبرې کېږي، چې د دې ادارې د نړیوالو استازو په شمول د ملګرو ملتونو، د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بېنک په شمول نور څارونکي هم پکې ګډون کوي.

ټاکل شوې امریکه د برتانیې، فرانس او جرمني په ملاتړ په دې غونډه کې یو قرارداد وړاندې کړي، چې د مالیې د څار له نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) د هغو هېوادونو په فهرست کې د پاکستان د شاملېدو غوښتنه وکړي، چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په تړلو کې ناکامه شوي دي.

هلته په واشنګټن کې د امریکایي مفکرینو د مرکز ووډ ویلسن د اېشیا څانګې له خوا په یوه بحث کې ګډونوالو ویلي، که پاکستان په نړیواله توګه د ترهګرۍ مالي ملاتړی هېواد وپېژندل شي بیرته به دا پرېکړه اخیستل ګرانه وي او دا به نه د اسلام اباد تګلاره بدله کړي او نه به له امریکې سره د افغانستان په برخه کې مرسته وکړي.

د واشنګټن په امریکایي پوهنتون کې د عامه اړیکو د څانګې استاد سټیفن ټېنکل په بحث کې وویل، دا د ستونځې حل نه دی چې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د ملاتړ او مخنیوي په تور په نړیوال نوملړ کې شامل شي:

"له دغو بندیزونو سره هغه فرصت هم له منځه تلای شي، چې د نورو ستونځو د حل لپاره ګټه ورڅخه اخیستل کېدای شي"

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په ضد نړیوالې ادارې له خوا خبرداری ورکړل شوی، په خپل هېواد کې د هغو ناقانونه مذهبي ډلو په ضد د ګامونو اخیستلو هوډ څرګند کړی، چې د ترهګرۍ په مالي ملاتړ تورنې دي او په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون له مخې غواړي د دغو ډلو جایدادونه په خپله ولکه کې واخلي او بېنکي حسابونه یې وتړي.

اقتصادپوهان اندېښنه څرګندوي چې که پاکستان د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي په ناکامه هېوادونو کې وشمېرل شي، نو دا به نه یواځې پر پاکستان د نړیوالو اقتصادي مرستو لارې وتړي، بلکې پر پاکستان به نورې نړۍ ته د خپلو کورني مصنوعات د لېږدولو دروازې هم وتړل شي.

XS
SM
MD
LG