افغان کرکټ لوبډلې له زمبابوې نه د پنځو یو ورځنیو د نړیوالې سیالۍ وروستۍ لوبه هم وګټله.
د ټاس یا پچې په ګټلوسره افغان کرکټ لوبډلې د بټینګ کولو فیصله وکړه او زمبابوې لوبډلې ته یې دبالینګ چانس ورکړ.
افغان لوبډلې په پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو۲۴۱ مندې جوړې کړې اوسیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۲منډو هدف وټاکه.
خود زمبابوې کرکټ لوبډلې د خپلې سیالې ډلې هدف پوره نه شوکړای او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۹۵ منډې جوړې کړې او یاده لوبه یې افغان لوبډلې ته په ۱۴۶ منډو وبایلله.
راشیدخان په دې لوبه کې د زمبابوې ۳ ویکټې ،محمدنبي او شرف الدین دووه لوبغاړي وسوځول.
په افغان لوبډله کې زیاتې منډې جاوید احمدي په ۸۷ بالونو ۷۶ ، رحمت شاه په ۷۵ بالونو ۵۹ او راشید خان په ۲۹ بالونو ۴۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ ټولټال دوه شل اوریزې اوپنځه د ونډې لوبې ترسره شوې.
د پنځوس اوریریزو لوبو څخه یوه د زمبابوې لوبډلې ګټلې او د دوو شل اوریزو لوبو په ګډون د ونډې د څلورو لوبو اتلولۍ افغان کرکټ لوبډلې ترلاسه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هیواد جمهور ريیس محمد اشرف غني د کرکټ ملي لوبډلې له وروستیو بریاوو خوښي څرګنده کړې او په ټیلفیوني اړیکه کې دکرکټ پلاوي او لوبغاړو سره په خبرو کې دهغوی له وړتیاو یې ستاینه وکړه.
جمهورریس غني د کرکټ د ملي لوبغاړولخوا د پرلپسې بریاو ترلاسه کول د هیواد لپاره ستر ویاړ ګڼلی او هغوی ته یې د لا نورو بریالیتوبونو د ترلاسه کیدو هیله مندي ښودلې.
حقمل سادات روان کابل افغانستان