لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ کې د زده کوونکي احمدشاه د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره شوې


په قبايلي سیمه باجوړ ايجسنۍ کې په د لسګونو په شمېره کې د سیمې خلک راوتلي او په کراچۍ کې د زده کوونکي احمدشاه د وژنې پرضد يې احتجاجي مظاهره کړې ده.

د باجوړ سره تعلق لرونکي د کراچۍ پوهنتون زده کوونکي ۳۰ کلن احمدشاه مړی د شنبې، خالي په ورځ د کراچۍ په ګلشن اقبال سکاؤټ کالونۍ سيمه کې ترلاسه شوی ؤ.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې چې پرې ليکل شوي "د احمدشاه وژونکي دې ونيول شي، د احمدشاه وژونکو ته دې ښکاره پهانسي ورکړی شي".

د باجوړ په مرکز خار کې راجوړې مظاهرې ته قبايلي مشرانو شېخ جهانزاده، اورنګزېب انقلابي، ګل ظفر،نورخان دراني او اکبر جان ترڅنګ نورو کسانو هم وېناګانې وکړې او د باجوړ د خلکو دپاره يې د انصاف غوښتنه کوله.

وينا کوونکو وويل په باجوړ کې نه خو د روزګار څه موقعې شته چې د علاقې وګړي پکې خوارۍ مزدورۍ وکړي او نه ښې تعليمې ادارې شته چې ماشومان او ځوانان يې پکې زده کړې وکړي ځکه خلک بهر خوارو مزدور او تعليم پسې ځي او هلته بيا وژل کيږي.

دوي وويل د باجوړ خلک په کراچۍ او لاهور کې وژل کيږي دوي بيا د روزګار دپاره چرته لاړ شي.

قبايلي مشرانو د مدنې ټولنې غړو او د سياسي اتحاد مشرانو غوښتنه وکړه چې د سترې محکمې مشر دې د احمدشاه او باجوړ د اوسېدونکو د وژنو نوټس واخلي او واکمن دې د سيمې خلکو ته د ملک په نورو برخو کې تحفظ ورکړي.

دوي وويل د پاکستان په جوړېدو کې د قبايلو وینه توې شوې خو د دوي نه د ژوند بنيادي حقونه تروړل شوي دي، دوي دا هم وويل که په دوي روان ظلمونه بند نه کړی شو د ظلم ځواب ورته هم ورځي.

باجوړ کې احتجاجي مظاهره په داسې حال کې شوې چې تېره مياشت په کراچۍ کې د پوليس په يوه جعلي مقابله کې د جنوبي وزيرستان د نقيب الله مسید د وژنې پرضد ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

پوليس چارواکو ډيوه ته ویلي احمدشاه په تشدد وژل شوی او د نامالومو کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

احمدشاه په کراچۍ پوهنتون کې زده کړې کولې او د پوهنتون وروستو به يې د سهراب ګوټ په سيمه کې کار کولو، د پوليسو په وېنا هغه د جمعې په شپه بيرته خپل ځای ته د راتلو په وخت په لار کې وژل شوی ؤ.

د کراچۍ د مبينه ټاؤن پوليس چارواکي وايي د احمدشاه د وژنې د پېښې پلټنې پېل کړی شوي د هغه د ملګرو او نورو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او په دغه اړوند نور څه پرمختګ لا نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG