لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار کې چاودنې د دوو قومي مشرانو په ګډون درې تنه وژلي


د افغانستان ختیز ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي ، چاودنه نن( سه شنبه)غرمه مهال دولس بجې د جلال اباد ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه هوټل کې د قومي مشرانو لخوا په نیول شوي اطاق کې رامنځته شوه.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې وویل ، چاودنه د قومي مشرانو داستوګنې په خونې کې د ځای پرځای شویو بارودي موادو دانفجار له امله رامنځته شوې.

نوموړی وايي دپیښې په پایله کې یو تن ولسي وګړی او دوه قومي مشران وژل شوي او په وینا یې هوټل ته هم مالي زیان اوښتي دي.

د دې پیښې مسولیت تردې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا لومړی ځل نه دی چې دافغانستان په ختیځ ننګرهار کې قومي مشران په چاودنو اونورو بیلابیلو امنیتي پیښو کې په نخښه کیږي ، تر دې وړاندې هم افغانستان په ګن شمیر ولایتونو او په ځانګړې ډول په جلال اباد ښار کې ګن شمیر قومي مشران د وسله والو لخوا بریدونو ،ځانمرګو او دسړک غاړي د خښ شویو ماینونوپه حملو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او عامو ولسي وګړو ۱۲ تنه مړي له یوه ډله ییزقبر څخه ویستل شول چې داعش ډلې پردې سیمې دواک په مهال یې په ډله ییزشکل تر وژلو وروسته په یوې کنده کې ښخ کړي و.

XS
SM
MD
LG