لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې اچول کېده تر درېو مياشتو ځنډيدلي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي د امريکې لخوا په هغه قرارداد صلاح نه ده راغلې چې پاکستان د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې واچول شي.

خواجه اصف په ټويټر ويلي، هڅې يې کاميابې شوي او په ۲۰م فرورۍ د اېف ای ټي اېف (فاينانشل اېکشن ټاسک فورس) په غونډه کې د امريکې لخوا پاکستان د څار په نوملړ کې اچول کېدو په قرارداد اتفاق نه دی شوی.

اصف ویلي، په دغه اړوند د درېو میاشتو پورې وخت ورکړی شوی چې بل رپورټ وړاندې کړی شي، هغه د نوملړ نه په بچ کولو کې د مرسته کوونکو ملګرو مننه کړې ده.

امریکې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

په کال ۱۹۸۹م کې جوړه اداره اېف ای ټي اېف نړيوال مالياتي نظام د ترهګرۍ، تور پېسو سپينولو ترڅنګ د نورو خطرو څخه بچ ساتي او د دې دپاره ګامونه پورته کوي.

د اېف ای ټي اېف غونډه په پېرس کې د روانې مياشتې د ۱۸م نېټې څخه پېل شوې او ۲۳ فرورۍ پورې به روانه وي.

د پاکستان د وزيراعظم د اقتصادي چارو سلاکار د پېرس په غونډه کې د پاکستان دريځ وړاندې کړی دی.

امريکې او برتانيې د پاکستان پرضد قرارداد وړاندې کړی ؤ.

پاکستان له دې وړاندې هم يو ځل د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې د نړیوالې ادارې د څار په نوملړ کې اچول شوی ؤ.

کوم هېواد چې د نړيوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شي، د څيړونکو په نظر د داسې ملک سره،

" بهرنۍ سرمایه کاري (پانګونې) کمې شي، څوک ورسره سوداګري نه کوي،که د دې ملک څوک بهر ځي نو په اسانه ورته بهرنۍ وېزې نه ورکړی کيږي ا دغه هېواد ته د بهر نه راتلونکو پېسو باندې سختې بدې اغېزې کوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG