لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا د ارم اؤ شهناز د ګونګرو "شړنګا" د باردو "ډزا" تم کړې ده


دتیرو څه کم دوؤ میاشتو په مهال دخیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې درې نڅاګرې پیغلې چې پښتانه ورته په عامه ژبه کې “ډمې” وایي وژل شوي چې دغو وژنو د وړاندې څخه د ویرو اؤ ګواښونو سره مخ نڅاګرو پیغلو کې نوره ویره ترهه هم سیوا کړې ده.

دجنورۍ میاشت کې پیښور کې د یوې نڅاګرې بریښنا اؤ روانه میاشت کې په مردان کې د سنبل اؤ هریپور کې د نور سحر په نوم د نڅاګرو وژنو پیښور کې میشته یوویشت کلنه پیغله نڅاګره ارم(فرضي نوم) هم ویرولې اؤ وایي اوس خو ورسره هره ورځ فکر وي چې دکوم طرفه به” ګولۍ “راځي اؤ دا به پرې لګي

ارم تر اتم ټولګي زده کړې کړي ، بنیادي تعلق یې د مردان سیمې سره دی، د نیکونو نه ورته د نڅاه هنر په میراث کې پاتې شوی اؤ هغه وایي چې خپلې میرنۍ مور نه یې ګډه ایزده کړې ده.​

دا مهال د پیښور په کوهاټ روډ سیمه د خپل پلار په کور میشته ده اؤ دخپلې یوې بلې میرنۍ خور سره یو ځایې دګډاګانو محفلونو ته ځي.

ډیوه ویب پانې ته وایي “دا زمونږ لا څه ژوند دی ، زه خو خپل پلار ته ویم چې خیر به دې راباندې راټولولو خو دې کار ته به دې نه راویستم،”

هغه وایي کله چې دې هنر ته راووتله نو ټوله توجو یې د ښه ډانس ایزده کولو ته وه اؤ ډیر‌په خوارۍ یې دګډا هنر ایزده کړی دی

دهغې په وینا” دلته خو داسې څه ادارې هم نشته چې څوک به ورشي اؤ ډانس به پکې ایزده کړي ، ما به دخپلو ملګرو سره یو ځایې د انډیا فلمونو نه ډانس ایزده کولو اؤ اوس شکر دی ، ښه تکړه یم ، خو په ډانس به څه وکړې چې په هم دې ډانس اؤ خپل ښایئست دي خلک وژني”

ارم وایي اوس هم د ګډا محلونو ته ځي خو ډیر په ویره اؤ پریشانۍ کې” پروګرام” کوي

“ویریږو به څنګه نه ، اول به درسره دطالبانو غم وي ، که دهغه غم نه خلاصه شې نو په ډک محفل کې به یو بنده لاس دراچوي که منعې کوې یې نو ټوپک تمانچه ورسره وي ،‌ډز درنه وباسي ، که هلته درته څه ونه وایي کور ته درپسې راځي‌ وژني دي “

دسوات د بڼ سیمې مشهوره نڅاه ګره شهناز چې په یو شمیر پښتو فلمونو کې یې هم ګډا کړې ده وایي “په دې ملک کې خو د سپي مرګ ګران دی خو ، زمونږ مرګ اسان دی”

ډیوه سره خبرو کې شهناز وویل دا څومره جینګۍ بې ځایه توئ شوې ، زمونږ خو شاته د تپوس څوک نه وي که حکومت مو تپوس کولی نو نن به داسې په لارو کوڅو کې په رحمۍ سره خلکو نه وژلو.

شهناز چې دسوات په کومه سیمه کې اوسیږي هغه د بڼ محلې په نوم یادیږي چې د زمانو راهسې پکې هنرمندې یا نڅاګرې کورنۍ میشته دي .

شهناز وایي وړاندې به بڼ کې دفنکارانو خواوشا څلویښت کورنۍ وې چې هرې کورنۍ کې به دوه درې جینکۍ د ګډا فن ته راوتلې خو اوس په دغه سیمه کې دهنرمندانو یوازې دولس کورنۍ پاتې شوي دي اؤ هغوئ هم د ویرې نه خپل هنر نه شي کولی.

دشهناز په وینا مخکې به مونږ ښه داډه د موسیقۍ محفلونو له تلو، خو اوس نه شو تلی ، چې ډیر باوري اؤ‌پیژندګلو سړی مو نه وي نو پروګرام له ورسره نه ځو اؤ ددې په وجه دفنکارانو کورنۍ په سختو مالي ستونزو کې ګیرې دي.

دبڼ په څیر به په پیښور اؤ مردان کې څو کاله وړاندې د نڅاګرو پیغلو خپلې کورنۍ دیرې وې چې دهغې نه به د ودونو ښادو محفلونو ته تللی خو په خیبرپښتونخوا صوبه کې د کال ۲۰۰م نه تر کال ۲۰۰۷م پورې د مذهبې ګوندونو متحده مجلس عمل دګډ حکومت په مهال دغه هنرمندې کورنۍ له کورونو وشړل شوې اؤ نن هغوئ په بیلابیلو سیمو کې په پټه د ویرې ډک ژوند کوي.

وتلی خبریال ناصر داوړ وایي فنکارانو ته تحفظ ورکول د ریاست زمه واري ده ځکه چې دوئ هم ددې ټولنې وګړي دي اؤ د نورو وګړو په څیر برابر قانوني ، جمهوري اؤ انساني حقونه لري.

هغه وویل د پنجاب په خاوره نن په رڼا ورځې مجرې کیږي ، ټهیاټرې روانې دي څوک ورته هیڅ نه وي خو دپښتنو په خاوره چې دغه هنرمندانې یوازې په ودونو ښادو کې ګډیږي ، خلک یې وژني چې دا یوه المیه ده.

ناصر داوړ زیاتوي چې نن هم پښتنې هنرمندانې پخپله خاوره د ګډا محفلونو کې په ښکاره برخه نه شي اخستی خو دپنجاب نڅاګرې پیغلې ښه ډاډه دلته پروګرامونو له راځي اؤ ښه په امن کې بیرته ځي.

هغه وویل که چرې حکومت لکه د هیجړاګانو یا خواجه سراؤ په څیر د نڅاګرو پیغلو د تحفظ دپاره هم قانون سازي وکړي نو هیله ده چې په دې سیمه کې به دغه هنرمندانې ځان خوندي وګني

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG