لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار کې د۱۰ؤ کسانو بل ډله ییز قبر موندل شوی


دافغانستان د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي په دغه ولایت کې یې یو داسې بل قبر ترلاسه کړی چې داعش پکې په ډله ییز ډول وژل شوي کسان ښځ کړي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي ،داعش ډلې یو نیم کال وړاندې له پیچراګام څخه اچین ولسوالۍ ته ګن شمیر عام ولسي خلک تښتولي و.

نوموړي وايي ، له برمته شویو کسانو څخه د داعش ډلې اچین ولسوالۍ دممندرې سیمې اړوند د ملک ولایت په کورکې لس تنه وژلي او دملک ولایت په کور کی یې تر خاورو لاندې کړي وؤ.

ولایتي شورا غړي عبدالله شینواري وویل” تیره ورځ هم دمامند په ساحه کې دیو ډله ییز قبر نه دلسو کسانو مړي راووتل

هغه وویل د ولایت ملک په کور کې ترخاورو لاندې ښح کړل شوي ټول کسان ملکي خلک دي او د پچیراګام اوسیدونکي دي

شینواري وايي ، هغه مهال چې داعش ډلې د ختیز ننګرهار په ځینو ولسواليو کې فعالیت درلود په لسګونه عام ولسي خلک یې بندیان کړي وو او ګن شمیر یې وژلي او د دې امکان شته چې په اچین کې نور هم ډله ییز قبرونه وموندل شي.

هغه وړاندې وویل”له دوی سره د نورو سیمو ډیر بندیان و، ډیر کم خلک د دوی له زندانونوازاد شوي ، خو اکثره یې وژلي دي ،زه چې له سیمې کوم معلومات لرم په ناوونو او غرونو کې یې تښتول شوي خلک وژلي او په ډله ییزه شکل یې ترخاورولاندې کړي دي او ددې امکان شته چې په اچین کې دعامو خلکونور ډله ییزقبرونه هم پیدا شي”

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د اچین ولسوالۍ مامندرې سیمه کې په اول ځل یو ډله ییزقبرد ځایي خلکو لخوا پیدا شوی و او له دې قبرڅخه د کوټ ولسوالۍ اړوند د دولس تنوعامو ولسي او قومي مشرانو دمړو جسدونه ترې ترلاسه شول کوم چې داعش ډلې په ډله ییزه توګه وژلي و.

XS
SM
MD
LG