لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ اؤ اسلام اباد کې دپښتنو دنسل وژنې په ضد احتجاجونه شوي


دپاکستان په قبائیلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې په دوهمه ورځ هم کراچۍ کې د وژل شوي پښتون محصل احمد شاه د وژنې په ضد په زرګونو خلکو احتجاج کړی اؤ د ریاست ته یې په ډاګه کړې چې پښتانه به نور دخپلو بچو اؤ عزیزانو په وژنو غلي پاتې نه شي.

په عین حال کې داسلام اباد پریس کلب مخې هم په ګڼ شمیر پښتنو د احمد شاه د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره کړې اؤ حکومت څخه یې دهغه د قاتلانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د باجوړ سره تعلق لرونکي د کراچۍ پوهنتون زده کوونکي ۳۰ کلن احمدشاه مړی د شنبې، خالي په ورځ د کراچۍ په ګلشن اقبال سکاؤټ کالونۍ سيمه کې ترلاسه شوی ؤ.

پرون په خار باجوړ کې داحمدشاه د وژنې په ضد دجوړې شوې درنې مظاهرې نه وروسته نن( چهارشنبه )دصدیق اباد پهاټک د سوداګرو داتحادیې په د زرګونو کسانو یوه درنه احتجاجي مظاهره شوې چې ورته دنورو ترڅنګ د پښتون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین هم وینا کړې ده.

احمد شاه احتجاج
احمد شاه احتجاج

دغه مظاهره چیانو په لاسونو کې د وژل شوي محصل احمد شاه عکسونه اؤ بینرې پورته کړې وې چې پرې لیکل شوي وؤ “دپښتنو زلمو د وژنو لړۍ دې ودرؤل شي - داحمدشاه قاتلان دې ونیول شي”

مظاهرینو د امن د غوښتنې تر څنګ دا شعارونه هم ورکول “بچیان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي ده؟”

احتجاجي مظاهرې ته پخپله وینا کې ښاغلي منظور پشتین وویل “موږ به په پښتنو بچیانو نور هیڅ رقم ظلمونه ونه زغمو اؤ دخپلو وینو حساب به غواړو”

هغه وویل په ۲۵ فرورۍ چې سوات کې په پوځي چیک پوسټونو دپښتنو د تنګولو په ضد د راجوړې شوې مظاهرې پسر دکومو زلمو په ضد پولیسو مقدمې جوړې کړي دي په ۲۵مه فرورۍ به سوات کې ددغو مقدمو په ضد یوه ستره احتجاجي جلسه کولی شي.

منظور پشتین وویل د وزیرستان نه نیولې تر باجوړه په امنیتي پوستو د پښتنو سپکاوی کیږي اؤ پښتانه نور دخپل دغه سپکاوي په ضد ګنډلې شونډې نه شي پاتې کیدلی ځکه نو پوځ اؤ حکومت دې سمدستي په پوځي چیک پوسټونو دپښتنو دسپکولو لړۍ ودروي.

هغه وویل دپښتنو سره چې په دې هیواد کې کوم چلند روان دی هغه ښایي چې پښتون قام دیوې دسیسې له مخې زؤرولی اؤ د ژوند دمنډې نه وروستو ساتلی شي.

دغه مظاهرې ته اکبرجان ، مفتي سلطان محمد،شیخ جانزاده علي وزیر اؤ ګڼو نورو قامي مشرانو هم ویناوې وکړې اؤ دحکومت څخه یې وغوښتل چې کراچۍ کې د وژل شوي پښتون محصل احمد شاه وژونکي زر ترزره محکمې ته راکش کړي.

اخوا نن په پلازمینه اسلام اباد کې هم ګڼ شمیر پښتانه د اسلام اباد پریس کلب مخې ته ورټول شوي اؤ د احمد شاه د وژنې په ضد یې احتجاج کړی دی.

دغو مظاهرینو چې په لاسونو کې یې کتبې نیولې وې غوښتنه یې کوله چې دپښتنو د وژنو لړۍ دې بنده کړل شي اؤ دنقیب مسید اؤ احمد شاه قاتلان دې پرته له کوم ځنډ څخه ونیول شي

XS
SM
MD
LG