لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مورنیو ژبو ورځ: پاکستان کې دي پښتو د تعلیم، اقتصاد او عدالت ژبه شي.


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مورنیو ژبو په اړه سېمینار کې ویناوالو ویلي، چې بهرنۍ ژبې د ځایي ژبو لپاره خطر دی. دوی غوښتنه کړې چې پښتو دې په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې د تعلیم، اقتصاد او عدالت ژبه وګرځول شي.

د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر محمدسهېل وایي، پښتو تل د استعماري ژبو په منګولو کې ځپل شوې ده، چې وایي په دې لړ کې کېدای شي چینایي ژبه په نیژدې وخت کې د پاکستان ټولې محکومې ژبې اغېزمنې کړي:

"ریاست پښتو ته قامي ژبه نه وایي، په هندوستان کې اووه-اته قامي ژبې دي، د هرې ژبې ویونکي چې تر یو کروړ خلکو زیات وي ژبه یې قامي ژبه بلل کېږي، خو زما ژبه پښتو پینځه کروړه قوم وي، خو د پاکستان په ریاست کې 'علاقايي' ژبه ده"

نن د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې لمانځل یو ځل بیا دا حقیقت په ډاګه کوي، چې په پاکستان کې مېشت نیژدې ۶۰ میلینه پښتانه په مورنۍ ژبه له تعلیم او زدکړو بې برخې دي. دا ورځ سږ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې دوې ورځې وړاندې د پاکستان په سېنټ کې سپارښتنه وشوه چې چینایي ژبه دې په هېواد کې ور وښوول شي.

د تعلیم پوهان وایي دا د دې خبرې ثبوت ورکوي چې پاکستان په ریاستي کچه پرله پسې د ملګرو ملتونو د هغه اخلاقي فرض سرغړونه کوي، چې وایي تعلیم دې خامخا په مورنۍ ژبه وي. ملګرو ملتونو د مورنیو ژبو د ورځې د ارزښت په اړه په خپل بیان کې ویلي، چې ژبه ورکېږي، نو ورسره کلتور، روایات، دود و ستور، یادونه او فکرونه هم له منځه ځي.

په سېمینار کې وویل شول چې په پاکستان کې مخکې تر ۶۰۰۰ زیاتې ژبې ویل کېدې، خو د حکومتي سرپرستۍ د نشتوالي له امله دا وخت په دې هېواد کې ۳۰۰ ژبې پاتې دي او ډېرې نورې ژبې هم د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

پوهانو وویل په پښتونخوا صوبه کې د نورو ژبو تر څنګ پښتو هم ۹۱ فیصده ویل کېږي، خو یواځې ۹ فیصده خلک پښتو لیکلای او لوستلای شي، ځکه چې وایي په ښوونځیو کې پښتو نه ور ښوول کېږي.

په یوویشتمه فبرورۍ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې لمانځنه هم د پاکستان د قامي ژبو په ضد له تاریخي ریاستي جبر سره تړل شوې ده. د پاکستان تر ماتېدو وړاندې د هغه وخت پاکستاني چارواکو د اکثریت قامونو د ژبو پر ځای اردو د هېواد قامي ژبه وګرځوله، خو د اوسني بنګله دېش او پخواني ختیځ پاکستان ولس د دې فیصلې په ضد را پاڅېدل او د ۱۹۵۲م کال د فبرورۍ په ۲۱مه د ژبې پر سر احتجاجونه د بنګال د طالبعلمانو په وژنه ختم نه شو او لا نور تاوده شول.

بنګله دېش اوس جلا هېواد دی، خو په پاتې پاکستان کې نور قامونه په تېره پښتانه له لسیزو راهیسې په مورنۍ ژبه د تعلیم غوښتنه کوي، خو حکومت تر اوسه دغه غوښتنې نه مني. د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت سږ بیا د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پښتو ژبې د تعلیم په حق کې سېمینارونه او لاریونونه شوي دي.

په مردان کې د "ادبي دوستانو مرکې" له خوا هم د ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو لاریون شوی، چې لسګونو کسانو پکې ګډون کړی وو. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې او بېنرونه را اخیستي وو او غوښتنه یې کوله چې پښتو ژبه دې په پاکستان کې په رسمي توګه سرکاري، تعلیمي او کاروباري ژبه شي.

په کوټه، ږوب او کراچۍ کې هم د مورنیو ژبو نړیواله ورځ د سېمینارونو، مشاعرو او مظاهرو په بڼه لمانځل شوې ده. په کوټه کې پښتو اکېډمۍ "د مورنیو ژبو د ودې او پایښت امکانات" تر سرلیک لاندې سېمینار کې پوهانو په پښتو ژبه کې د تعلیم پر ارزښت او چېلنجونو باندې خبرې کړې دي. په ږوب کې د "پښتانه مترقي لیکوال" ټولنې له خوا په جوړ شوي سېمینار کې لیکوالانو د پښتو ژبې، لیکدود او تعلیمي ستونځو باندې خبرې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG