لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې ته د مسلم لیګ ګوند غړو په غبرګون کې ویلي: (زه هم نواز یم)


د پاکستان سترې محکمې د هېواد پخوانی وزیراعظم نواز شریف، د خپل ګوند مسلم لیگ(ن) ډلې مشرۍ لپاره نا اهله گرځولی.

دې پرېکړې ته د مسلم لیک ن غړو لخوا سخت غبرګون ښودل شوی او په ټولنیزو رسنیو هم ګډ عکس العمل ښکاره شوی.

د پاکستان وزیراعظم ویاند مصدق ملک د هیواد میډیا ته د عدالت په دې فیصله خپل غبرگون کښې ویلي، "د فیصلې جزیاتو کتلو وروسته به مونږ کوټلی ځواب وايو خو د نواز شریف مسلم لیگ(ن) ډلې مشرۍ نه نا اهله گرځولو فیصلې خلاف به ولس خپل عکس العمل خامخا ښیي".

د پاکستان مسلم لیک(ن) ډلې کومه چې وړاندې نه د پاکستان عدلیې سره لاس تر گریوانه ده، په دې فیصله خپل عکس العمل ښودلې.

په خپل ټویټر اکاونټ د نواز شریف لور او د پخواني پوځي کپتان سفدر ښځې مریم نواز د خپل پلار عکس لگولی چې شاته یې پرې لیکلي "زه هم نواز یم".

په خپل یو ټویت کښې مریم نواز لیکي" دا ډول غټې غلطیانې د ادارو د سپکاوي سبب گرځي".

د پاکستان مسلم لیگ(ن) ډلې یو بل مشر طلال چودهري د پاکستان جیو ټي وي ته د ستر عدالت په دې فیصله خپل غبرگون کښې ویلي، " د دې پرمختگ اثر په نواز شریف نشته خو په ادارو به یې اثر خامخا پریوځي"

په ټویټر د ري ټیوټو نه کار اخیستلو سره د پاکستان اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنگزیب د هیواد یو شخصي ټي وي ته وېلي " د عدالت نه د داسې فیصلې تمه وه او د پانامه رسوایې د فیصلې وروسته د عدالت ټولې فیصلې یواځې د یو کس خلاف دي".

د مسلم لیگ نواز ډلې یو بل ستر مشر مصدّق ملک د سپریم کورټ په فیصله خپل عکس العمل کښې د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي" عدالت نواز شریف د مسلم لیگ(ن) ډلې د مشرۍ لپاره نا اهله گرځولې شي خو د خلکو د زړونو نه یې نشي وباسلې".

په سوشل میډیا د پاکستان مخالفو سیاسي ډلو د عدالت فیصله ستایلې او په مسلم لیگ نواز ډلې یې په هیواد کښې د ولس او ادارو په منځ کښې د نفاق اچولو تورونه لگولې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ډلې د عدالت په فیصله خپل غبرگون کښې وايي " نواز شریف یو وار بیا نا اهله گرځیدلی او دې فیصلې سره د ووټ تقدس پرځای شوی"

د پاکستان منهاج القرآن ډلې په کینیډا کښې میشت مشر علامه طاهرالقادري په دې اړه په سوشل میډیا لیکي،

"د نواز شریف د سیاسي پارټۍ مشرۍ نه نا اهلي د قانون او جمهوریت گټه ده. یو مجرم کوم چې دروغجن دی، بډو رشوتونو باندې ککړ پاتې شوی او نا اهله هم گرځیدلی پکار ده چې ټول عمر پرې بندیز ولگول شي".

د پاکستان پیپلز گوند سره تعلق لرونکی مشهور وکیل اعتزاز احسن په سوشل میډیا د عدالت فیصله ستایلې او زیاتوي، " هر چا ته دې مبارکه وي چې نواز شریف د پارټۍ د مشری لپاره نا اهله گرځولی شوی. څوک هم چې دا خیال لري چې د عدالت دې فیصلې سره به د نواز شریف دریځ نور مظبوط شي نو پکار ده چې پوهه شي دا کال ٢٠١٨ دی".

نواز شریف تیر کال د پانامه رسوایې په قضیه کښې د پاکستان سپریم کورټ د پاکستان اساسي قانون ماده ٦٢ لاندې د وزیراعظمې د څوکۍ لپاره نااهله گرځولی و.

د پاکستان اساسي قانون ترمخه په پاکستان کښې هرهاغه تن چې د سترې محکمې لخواه د ائین ماده ٦٢ او ٦٣ لاندې نا اهله گرځول شوی وي د سیاسي ډلې مشري نشي کولې.

خو واکمن مسلم لیگ نواز ډلې کال ٢٠١٧ د اکتوبر په دویمه نیټه د پاکستان قامي اسمبلۍ دلارې دغه قانون کښې بدلون راوستلې و.

د پاکستان سیاسي مخالف مشرانو په دغه خبرې سخت احتجاج کړې وو او دریځ یې درلود چې یواځې نواز شریف ته د گټې رسولو لپاره دې قانون کښې بدلون راوستل شوی دی.

په ورته وخت کښې د پاکستان تحریک انصاف، عوامي مسلم لیگ، پاکستان پیپلز پارټۍ او نورو سیاسي ډلو د حکومت دا گام په عدالت کښې چیلنج کړی وو.

د انتخابي اصلاحاتو مقدمه کښې د عوامي مسلم لیگ لخواه فرخ نسیم، د تحریک انصاف ډلې د اړخ نه بابر اعوان او د پیپلز گوند لخواه لطیف کهوسه وکیلان وو.

د کال ٢٠١٨ جنورۍ میاشت په وړومبی نیټه ستر عدالت د دې گوندونو لخواه په دې لانجه درخواستونه د اورونې قابل گرځولې وو.

او دې لپاره یې د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ کښې د قاضي عمر عطا بندیال او قاضي اعجاز الاحسن په مشرۍ کښې درې کسیزه بېنچ یا ډله جوړه کړې وه.

عدالت په خپله فیصله کښې د ښاغلي نواز شریف لخواه د خپل سیاسي گوند په هېڅ پورته گامونه هم رد کړي چې په نتیجه کښې د ده لخواه د پاکستان سینټ لپاره د کاندیدانو نومونه او د پارټۍ ټیکټې هم ورسره رد شول.

د پاکستان سینټ لپاره ټاکنه د مارچ میاشت په ٣مه نیټه کیدونکې ده خو د عدالت دې فیصلې سره کیدلې شي چې دغه انتخابات وځنډیږي.

XS
SM
MD
LG