لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سپرليګ نن شپه پېلیږي، دپېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ لمړۍ سيالي


د پاکستان سپرليګ کرکټ سياليو پېل نن د پنجشنبې، زيارت په شپه د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کيږي، لمړۍ سيالي د دفاعي لوبډلې پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ ټاکل شوې ده.

پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) په درېم ځل کيږي.

د کال ۲۰۱۷م د پي اېس اېل سياليو اتلولي د پېښور زلمي لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

د پي اېس اېل درېم د پرانستې دستورې په اړه ويل شوي د پاکستان په وخت اته بجې به پېليږي چې پکې د پاکستان سره بهرني سندرغاړي برخه اخلي.

له دغې وروستو به په لس بجې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ لمړۍ سيالي پېل شي.

ملتان سلطان په لمړي ځل پي اېس اېل کې برخه اخلي له دې وړاندې د پي اېس اېل په دوه پېرو کې پينځه پينځه لوبډلې شامل وې.

د پي اېس اېل درېم لوبې به هم د تېر په څېر په متحده عرب اماراتو کې کيږي، يواځې فاينل په کراچۍ کې ټاکل شوی او له دې وړاندې دوه لوبې په لاهور کې ټاکل شوي دي.

د پي اېس اېل درېم فاينل به په ۲۵م مارچ کيږي.

پي اېس اېل درېم کې شاملې لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، کراچۍ کنګز، اسلام اباد يونايټډ، لاهور قلندرز او ملتان سلطان شامل دي.

د پېښور لوبډلې مشري د ويسټ انډيز ډيرن سمي کوي،د ډېرن سمي په مشرۍ تېر ځل د پي اېس اېل اتلولي د پېښور زلمي لوبډلې په خپل نوم کړې وه، سږ کال پېښور زلمي لوبډلې سره شاهدافريدي نشته هغه به د کراچۍ کنګز نه لوبيږي.

د کويټه ګلېډي ايټرز مشري د پاکستان قومي کرکټ لوبډلې کپتان سرفرازاحمد کوي، کوټه ګليډي اېټرز لوبډله تېر ځل فاينل ته رسېدلې خو د پېښور زلمي نه یې ماتې خوړلې وه.

د کراچۍ کنګز مشري عماد وسيم او په دې لوبډله کې کرس ګېل او کماراسنګاکارا هم شامل دي.

اسلام اباد يونايټډ چې مشري يې د پاکستان د پخواني کپتان مصباح الحق سره ده، د وړومبي پي اېس اېل اتلولي دې لوبډلې ګټلې وه.

د لاهور قلندر مشري برېنډن مېکلم او ملتان سلطان چې په وړومبي ځل پي اېس اېل کې شامل ده مشري يې د پاکستان پخوانی کپتان شعېب ملک کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG