لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"د سپريم کورټ ټولې فېصلې د نوازشریف نه چاپېره تاويږي"


د پاکستان مخکنی نااهله کړی شوی وزيراعظم نوازشریف وايي "د سترې محکمې (سپريم کورټ) په يوه پسې بله فېصله د نوازشريف دپاره ده او هغه د نوازشریف د ذات نه چاپېره ګرځي دا په قهر او کينه کې ورکولی شي".

سترې محکمې پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ د نوازشریف پرضد فېصله اورولې او هغه يې د خپل ګوند (مسلم ليګ ن) د مشرۍ دپاره هم نااهله ګرځولی ؤ.

نواشریف نن په اسلام اباد کې د احتساب عدالت ته مخامخ کېدو وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، د ګوند د مشرۍ څخه لرې کولو د هغه په اړوند راغلې فېصله د هغه دپاره "د توقع نه بهر نه ده".

هغه وويل عدالتونو اول "اېګزيکټيو حکومت لرې کړو او اوس يې د پارليمان نه واک وتروړو".

نوازشریف د تېر کال په ۲۸م جولايۍ د پاناما قضيې په اورېدنه کې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی ؤ.

نوازشریف وايي "وزيراعظمي رانه واخستل شوه او په پرونۍ فېصله کې يې رانه د ګوند مشري واخسته زما نوم محمدنوازشريف دی په ائين کې کومه ماده ولټوئ او نوم رانه وتروړئ".

هغه وويل دوي (عدالت) اوس لټون کوي چې نوازشریف د ټول عمر دپاره نااهله کړي.

سترې محکمې پرون ويلي نوازشريف د اساسي قانون په ۶۲م او ۶۳م ماده پوره نه خيژي ځکه يې هغه د ګوند د مشرۍ څخه لرې کړی ؤ.

د نوازشريف د وزيراعظمۍ څخه نااهله کېدو وروستو مسلم ليګ ن په اکتوبر ۲۰۱۷م کې د پارليمان څخه د انتخاباتي اصلاحاتو يوه قانوني مسوده منظوره کړې او نوازشریف يې بيا د ګوندد صدر جوړولو اهل کړی ؤ، د دغه قانوني مسودې پرضد پاکستان تحريک انصاف، شېخ رشيد او پيپلز ګوند سترې محکمې ته تلي وو.

په دغو خواستونو پرون سترې محکمې فېصله اورولې او نوازشریف يې نااهله ګرځولی دی.

نوازشريف وويل "پرون هم دا ويل شوي چې د انتخاباتو په قانون کې بدلون د يو سړي دپاره شوی ؤ، دا قانون بټو جوړ کړی ؤ کوم چې مارشل اېډمنسټرېټر ختم کړی او بيا به په کال ۲۰۱۴ کې ټولو ګوندونو جوړ کړو دا قانون د چا يو سړي د ذات دپاره څنګه کېدی شي".

قانون پوهان وايي نوازشريف چې د ګوند د مشرۍ په وخت کومې پرېکړې کړي ښکاري چې هغه هم معطل کړی شي.

بل لور ته د نوازشریف پلويانو او د ګوند خلکو يې د سترې محکمې فېصلې ته سخت غبرګون ويلی دی.

XS
SM
MD
LG