لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د سوات په پوځي چېک پوستو تود بحث شوی


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې په وروستيو کې د پوڅي چيک پوستو پرضد احتجاجي مظاهرو او بيا په احتجاج کوونکو د مقدمو درج کولو په سر اسمبلۍ کې تود بحث شوی دی.

د عوامي نيشنل ګوندد اسمبلۍ غړي جعفر شاه چې خپله يې تعلق د سوات سره دی په سوات کې د پوځي چيک پوستونو په اړوند احتجاج او بيا د احتجاج کوونکو پرضد د پوليس لخوا مقدمې درج کولو خبره په اسمبلۍ کې راپورته کړې او د حکومت نه يې پرې ځواب غوښتی دی.

خپله د سوات نه د خېبرپښتونخوا واکمنه ګوند تحريک انصاف غړي ډاکټر امجد هم وويل چې د چيک پوستو نه خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل " خلک څلور څلور ګهنټې په چيک پوسټونو ولاړ وي د هغو سره زنانه وي د هغو سره ماشومان وي زنانه او ماشومان د ګاډونه کوزوي او څلور څلور ګهنټې بيا په لائنونو کې ولاړ وي په سوات کې داسې صورت حال دی چې خلک ستړي شوي دي هسې نه چې ادارې او خلک يو بل له بيا په جګړه ورشي او بيا د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۶ په رنګ حالات جوړ شي".

د عوامي نيشنل ګوند سردار حسېن بابک وويل ملک دښمنه عناصر د دې حالاتو نه ګټې پورته کولی شي، بايد صوبايي او مرکزي حکومت د دغو خلکو ګيلو ته ځواب اووايي.

" په دې چيک پوسټونو د خلکو بې عزتۍ کيږي بوډاګان او زنانه په قطارونو کې ولاړ وي دا بدقسمتي ده په سوات کې خلک فرياد له راووتل چې د سياسي جهنډۍ د لاندې نه ؤ او صوبايي حکومت په هغو مقدمه درج کړه د ترهګرۍ دفعې يې پرې ولګولې".

هغه وويل مرکزي او صوبايي حکومت به پُرامنه احتجاج کوونکو له اجازت ورکوي نه چې مقدمې پرې درج کړي.

په اسمبلۍ کې په کراچۍ کې د پښتنو په وژنه هم بحث شوی او ويل شوي چې خلک به په دغو حالاتو اوس غلي نه پاتې کيږي.

دوي وويل په ټول ملاکنډ ډويژن کې خلک د چيک پوسټونو د ستونزې سره مخ دي.

د صوبايي حکومت وياند شاه فرمان وويل د ملک مخالفه خلک په لساني او مذهبي بنيادونو د هېواد پرضد لګيا دي او د پښتنو د ژبې په بنياد وژنه د پاکستان په نظريه ګوزار دی.

شاه فرمان چې د سوات د چيک پوستو او مقدمې په اړوند د صوبايي حکومت ځواب وړاندې کړی وی د پيپلزګوند پرضد خبرو باندې د ياد ګوند غړو احتجاج پېل کړو او د اسمبلۍ غونډه د جمعې د ورځې پورې وځنډول شوه.

د يکشنبې، اتوار په ورځ د سوات په خوازه خېله او مينګوره نشاط چوک کې په پوځي چيک پوستو د خلکو د تنګولو پرضد احتجاجي مظاهرې شوې او بیا په خوازه خېله کې په شږو مظاهره چيانو د ترهګرۍ او رياست پرضد د راپاڅېدو د مادو لاندې مقدمه درج شوې وه.

دغه مقدمې ته سياسي ګوندونو، وکيلانو او مدني فعالانو سخت غبرګون ويلی چې په پرامنه خلکو دغه رنګ مقدمه ولې درج کړی شوې ده.

په سوات کې د پوځي چيک پوستو پرضد دا احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې په خوازه خېله کې يو پوځي چيک پوسټ باندې د لټون يا تلاشۍ په قطار کې يو ناروغه کم عمره ماشوم ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

په ټولنيزو رسنيو دغه خبرد کم عمره ماشوم د عکس سره خپور شوی ؤ.

د روانې مياشتې په درېمه نېټه د سوات په کبل تحصيل کې نزدې درې نيم کاله وروستو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۱ پوځي سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو، د دغه پېښې وروستو په سوات کې په پوځي چيک پوستو د لټون عمل سېوا کړی شوی دی.

په سوات کې په کال کې ۲۰۰۹م کې د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو وروستو ځای په ځای پوځي چيک پوسټونه جوړ کړی شوي چې ځينې پکې ختم کړی شوي خو ډېر پکې اوس هم شتون لري.

په سوات کې دننه او سوات ته په تلونکو لارو دا وخت په درګۍ، شموزو، ګاړو کبل، شريف اباد، مټه سوات، لنډاکي او مانيار کې غټ پوځي چيک پوستونه دي چرته چې د خلکو شناختي کارډونه کتل کيږي او تلاشۍ يې اخستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG