لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشرغني: د ټاپي پروژه به په افغانستان او سیمه کې لوی اقتصادي بدلون راولي


افغان ولسمشر محمداشرف غني د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې لپاره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښې رهبرۍ، همغږۍ او تدابیرو مننه وکړه او وې ویل، د ټاپي پروژه به په افغانستان او سیمه کې لوی اقتصادي بدلون راولي.

د ارګ له خوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي، ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ټاپي، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د لېږد (ټاپ)، نوري فایبر او د تورغونډۍ اورګاډي کرښې پروژو د پرانیستې په موخه نن مازدیګر هرات ولایت ته ورسېد.

په دې موقع د افغانستان د کورنیوچارو وزارت یوه مرستیال او د ټاپي پروژې د امنیتي کمېټۍ مسئول مرادعلي مراد ولسمشر ته وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ۲۰۷ ظفر قول اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو له ملکي ادارو سره په همغږۍ او ګډه همکارۍ ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۶م کال کې په ترکمنستان کې پیل شوی وو، چې اوس افغانستان ته را ورسېد او د دې پروژې رسمي پرانیستنه به د جمعې په ورځ کېږي، چې په مراسمو کې به یې د ولسمشر غني په شمول د ترکمنستان ولسمشر، د پاکستان وزیراعظم او د هند ریاستي وزیر برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG