پېښور کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) د چارواکو په ګاډي چاؤدنه کې د ډرائيور په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.
د پي ډي اېم ای چارواکو ويلي نن سهار نزدې نهه بجې کوهاټ روډ سره نزدې په دير کالونۍ کې سرکاري ګاډي باندې دغه چاؤدنه شوې او د ډرائيور په ګډون پکې درې تنه ژوبل شوي دي.
ادارې ویلي ژوبل کسان نصيرالله بابر روغتون ته وړل شوي او چاؤدنه کې مرستيال ډايريکټر او د هغه د مرستيال روغ پاتې شوي دي.
د پېښور د پوليسو يو افسر (اېس پي سټي) شهزاد فاروق کوکب مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په موټر سائیکل کې چاؤدېدونکي بارودي مواد ځای په ځای کړی شوي او د مرستيال ډايريکټر ګاډی پرې په نخښه شوی دی.
نوموړي هم پېښه کې د درېو تنو ژوبلېدو پخلی کړی دی.
هغه ويلي پوليس او نورې امنيتي ادارې موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.