لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غنې: افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا د وصل نقطه ده  


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشراشرف غني په ترکمانستان کې د ټاپي پروژې په وروستيو مراسمو کې ويلي، نن د جنوبي اسیا سترګې شمال او مرکزي اسیا ته دي او افغانستان یې د وصل نقطه ده.

نوموړي ويلي ټاپي پروژه د دې څرګندونه کوي چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند او نور هېوادونه اقتصاد ته د یو عمده بحث په سترګه ګوري.

هغه زياته کړې هيله ده راتلونکی نسل دا باور خپل کړي چې موږ د یو سترلیدلوري بنسټ کېښود او دا لیدلوری کولای شي پر بېوزلۍ، افراطیت او بیکارۍ برلاسی شي.

افغان ولسمشر ويلي د افغانستان سیاست د وصل سیاست دی نه د جلاوالي، دا مهال له یوې پيړۍ جلاوالي وروسته جنوبي اسیا د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره تړل کېږي.

د يادې پروژې په اړوند ښاغلي غني ويلي دا چې د ټاپي پروژه مو په یو کوریډور او د پروژو په لویې بستې بدله کړه، در څخه مننه کوم، دا یوه پروژه نه ده، بلکې یو پرمختیايي کوریډور دی.

جمهوررئیس غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې په اختتامی مراسمو کې د ترکمنستان د جمهوررئیس او د همکارانو له نیت،ارادې او مدیریت څخه یې قدرداني کوم چې د ټاپي د پرمختګ په کارونو کې یې شپه ورځ هڅې کړي دي.

د ټاپي پروژې د کار په وروستيو مراسمو کې د ترکمنستان جمهور رئیس، د پاکستان لومړی وزیر او په بهرنیو چاروکې د هند د دولت وزیر هم کډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG