لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکا په ګډون دشپږو هیوادونو دفاعي اتاشیان لائن اف کنټرول ته بوتلل شوي


دپاکستان پوځ دامریکا په ګډون دشپږو هیوادونو دفاعي اتاشیان دپاکستان اؤ هند دکشمیر ویشونکې پولې (لائن اف کنټرول) ته بوتللي اؤ ورته یې په دغه پوله دې وروستیو کې د رامینځته شوي کړکیچن وضعیت په اړوند احوال تیر کړی.

په لائن اف کنټرول دې وروستیو میاشتو کې دهندي اؤ پاکستاني پوځیانو ترمینځ نښتو کې زیاتوالی راغلی اؤ تر دې مهاله پکې د دواړو هیوادونو ګڼ شمیر پوځیانو خپل ژوند لاسه ورکړی دی

دپاکستان پوځ وایي د امریکا،برتانیه ،فرانس،چین ترکي اؤ انډونیشیاء دفاعي اتاشیان یې د راولا کوټ سیمې ته وروستي اؤ دهاغو کورنیو سره یې لیدني کړي چې دهندي پوځ د ډزو له امله اغیزمن شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي چې بهرنیو اتاشیانو د اغیزمنو کورنیو څخه د هغوئ دستونزو په هکله پوښتنې هم کړي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ويلي سږ کال په ورکنګ باؤنډرۍ او اېل او سي باندې هندي ځواکونو ۷۱ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده، او تېر کال د سرغړونو شمېره ۱۹۰۰ ځله يادوي.

او هندي رسنۍ وايي پاکستاني ځواکونو ۷۲۴ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده.

د پاکستان او هند دواړو ځواکونو په کال ۲۰۰۳م کې د کشمير په وېشونکې پوله باندې د اوربند تړون کړی خو د هغې باوجود وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي او دواړه هېوادونه يې تور په يو بل لګوي.

په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د پوځ لخوا د يو بل په ضد بيانونه هم مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG