لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټاپي پروژې تاؤ تریخوالي سره مخ "درې ګاونډیان" یو بل سره کښېنولي


افغان ولسمشر شرف غني اؤ دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دجمعې په ورځ دهاغه ١٨١٤ کلو ميټره اوږد "ګاز نل" پرانسته کړې چې افغانستان، پاکستان اوهند ته به ترې ګاز ترلاسه کيږي.

دټاپي په نوم ددغه پروژې دپرانستې لمړی پړاؤ دافغانستان دلويديز هرات ولايت دسرحدي سيمې سره نزدې په ترکمانستان کې ترسره شوی،

وروستو افغانستان کې هم دپاپي دپرانستې دغسې يوه دستوره شوې چې په افغان تيليويزن نيغ په نيغه ښودل کیدله.

دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد په دې اړه ويلي دي چې دجګړه ځپلي افغنستان څخه دتيريدونکي دغه ګاز نل دڅارنې لپاره به کلک ګامونه اخستل کيږي.

خو په عین حال کې دافغان حکومت سره په جګړه بوختو طالبانو ددغه پروژې دبشپړ ملاتړ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ به دخپل واک لاندې سیمو کې دګاز ددغه نل د تیرؤلو په پروسه کې کوټلی ملاتړ کوي.

دهرات د والي د ویاند وينا وه " دا نن دافغانستان لپاره يوه غوره ورځ ده، ددې سره به زمونږاقتصاد پیاوړی شي او په زرګونو خلک به ورسره روزګار ومومي"

دګيس دغه نل چې دټاپي پروژې په نوم یادیږي به په خواوشا دوو کلونو کې پاې ته ورسيږي، خو ددې ددې پروژې په راجوړلو څو کلونه وخت لګيدلى دى.

دټاپي دغه پروژه درقيبو هيوادونو پاکستان اوهند او تاوتريخوالي سره دمخ ګاؤندیو هیوادونو پاکستان او افغانستان ترمينځ دمرستې يوه ځانګړې بيلګه ده.

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په دغه دستوره کې دهندي حکومت داستازي ترڅنګ ګډون کړيدى.

ددغه پروژې دامنيت په اړه انديښنې شته خو فرهاد ويلي دي چې افغانستان دګاز دنل خوندي ساتلو لپاره يوکوټلی امنيتي پلان جوړ کړيدى.

افغان اولسمشر اشرف غني دټاپي پروژې دپرانستې غونډې ته پخپله وينا کې ويلي دغه نل د راتلونکو نسلونو دپاره یو غوره پیغام دی.

اشرف غني ويلي مونږ هيله کوو چې زمونږ راتلونکى نسل به د ګاز دا نل زمونږ د اقتصادي وضعیت ښه کولو، روزګارونو ورکولو ، زمونږ دامنيت سيوا کولو او ترهه ګرو په ضد جګړه کې زمونږ دګډ دريځ د اساس په توګه وويني.

ددې نل سره به دترکمانستان نه پاکستان او هند ته دافغانستان دهرات، فراه، هلمند او نيمروز دولايتونو له لارې درې ديرش کيوبک ميټره ګيس انتقاليږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG