لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات:پوځ دمقدمو ختمولو اؤ چیک پوسټونو نه دپشا کیدو ژمنه وکړه، داتوار احتجاج ختم


دپاکستان پوځ دسوات قامي جرګې ته باور ورکړی چې خوازه خیله کې د پوځي چیک پوسټونو په ضد د احتجاجي مظاهرې نه وروسته دکومو کسانو په ضد مقدمې جوړې شوي هغه به ختمولی اؤ په چیک پوسټونو به نور دپوځیانو لخوا اولس نه شي تنګولی چې له دې وروسته د سوات قامي جرګې د اتوار د ورځې داحتجاجي جلسې د ختمولو اعلان کړی.

دسوات قامي جرګې ویاند ښاغلي احمد شاه د وائس اف امریکه ډیوه راډیو خبریال فیاض ظفر سره په خبرو کې ویلي چې قامي جرګې غوښتل د اتوار په ورځ په ګراسي ګراونډ کې د پوځي چیک پوسټونو اؤ دخوازه خیلې دمظاهرینو په ضد د جوړو شوؤ مقدمو خلاف یوه درنه جلسه وکړي خو پوځي اؤ انتظامیي مشرانو هغوئ ته د مزاکراتو بلنه ورکړه .

ښاغلي احمد شاه وویل قامي جرګې پوځي مشرانو ته خپلې ټولې قانوني اؤ ائیني غوښنې مخې ته ایښي دي اؤ ورته یې ویلي چې دسوات خلک نور د ځان سره په کیدونکي زیاتي غلي‌نه شي پاتي کیدلی.

هغه وویل د سوات دقامي جرګې پوځ نه وغوښتل چې په سوات کې دې پوځي چیک پوسټونه ختم کړل شي اؤ که ختمیږي نه نو بیا دې پولیس ته وسپارل شي .

هغه وویل دقامي جرګې په غوښتنو کې داخبره هم شامل وه چې د خلکو په کورونو دې په توره شپه کې د پوځیانو دچاپو لړۍ ودرول شي اؤ د چکدرې نه کالام ته تیرونکی سړک (ایکسپریس وی ) دې د خلکو د کروندې په زمکو کې نه تیرؤل کیږي.

ښاغلي احمد شاه وویل پوځي اؤ انتظامیي مشرانو د هغوئ ټولې غوښتنې ومنلې اؤ باور یې ورکړو چې خوازه خیله کې د مظاهرینو په ضد کومې مقدمې جوړې شوي دي هغه به ختمولی شي.

دجرګې ویاند وایي ددې ترڅنګ پوځ قامي جرګې ته دا باور هم ورکړی چې سوات کې به د چیک پوسټونو شمیر بیخي کم کړل شي اؤ چې کوم چیک پوسټونه وي په هغې به پوځ د پولیسو تر شا ولاړ وي خو خلک به پرې بیخي نه تنګول کیږي.

احمد شاه وویل پوځ ژمنه وکړه چې د چکدرې نه کالام ته تیریدونکی سړک به د خلکو د کروندې په زمکو کې نه بلکې د سیند په غاړه تیرولی شي.

هغه وویل پوځي مشرانو قامي جرګې ته ویلي چې نور به سوات کې په کورونو چاپې یوازې د استخباراتي معلوماتو په اساس وهي اؤ ددغه چاپو په وخت به هم پوځ سره ښځې پولیسې ملګري وي.

ښاغلي احمد شاه ویلي قامي جرګې د پوځ اؤ انتظامیې لخوا ددغو ژمنو نه وروسته د اتوار په ورځ سوات کې کیدونکې احتجاجي جلسه ختمه کړې ده خو پوځ ته یې داخبره هم سپینه کړی ده چې که چرې هغوئ (پوځ)خپلې ژمنې پوره نکړي نو دوئ به بیا په احتجاجونو لاس پورې کړي.

په سوات کې دا وخت په درګۍ، شموزو، ګاړو کبل، شريف اباد، مټه، لنډکي او مانيار کې پوځي چيک پوسټونه دي، چې ورباندې د خلکو شناختي کارډونه کتل کيږي او تالاشۍ يې اخیستل کېږي. د دغو چیک پوسټونو په ضد د تېر اتوار په ورځ سلګونو خلکو د سوات په خوازه خېله کې احتجاج وکړ، چې پولیسو یې دغه کار له هېواد سره غداري وبلله او پر شپږو مظاهرچیانو یې د ترهګرۍ مقدمې درج کړې.

د زیارت په ورځ د پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې هم پر دې موضوع تود بحث شوی او د سوات پر مظاهره چیانو د مقدمې په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. په اسمبلۍ کې د بېلابېلو ګوندونو غړو ومنله چې په ټول مالاکنډ ډیویژن کې پر پوځي چیک پوسټونو خلک ځورول کېږي او خلک ځنې تنګ دي.

XS
SM
MD
LG