لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان دولت دقطر حکومت سره دطالبانو په دفتر تړلو خبرې کوي


دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلی حنیف اتمر وایي افغان حکومت به په قطر کې د طالبانو ددفتر تړلو دپاره د قطر حکومت سره خبرې وکړي ځکه چې دطالبانو دغه دفتر دسولې خبرو کې هیڅ مرسته نه ده کړې .

افغان دولت په قطر کې دطالبانو ددفتر تړلو دا هیله په داسې وخت کې ښکاره کړې چې نن د جمعې په ورځ طالبانو په لمړي ځل افغان دولت سره دخپلو ټولو اختلافونو باوجود اعلان کړی چې دوئ به دخپل واک لاندې سیمو کې د ترکمنستان څخه دافغانستان دلارې پاکستان اؤ هند ته د ګاز دنل تیرؤلو پروژې سره همکاري کوي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک له مخې ښاغلي اتمر سعودي عرب ته د خپل سفر په مهال د شرق الاوسط په نوم خبري شبکې سره خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال تر ۵۵زره زیات ترهګر شته، چې پر څلورو ډلو وېشل شوي دي.

د نوموړي به وینا، لومړۍ ډله یې سیمه ییزه سخت دریځې ډله ده چې شمېر یې تر ۳۰زرو زیات دی، دویمه ډله یې هغه وسله وال ترهګر دي چې له پاکستانه راغلي او شمېر یې د شپږو او اوو زرو تر منځ دی.

هغه وایي درېيمه ډله د سیمې د هېوادونو اړوند ترهګر دي چې شمېر یې د دوو او درېیو زرو تر منځ دی، څلورمه ډله یې د القاعدې په څېر نړیوال ترهګر دي چې شمېر یې د ۲۰۰ او ۴۰۰ سوو تر منځ دی او زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر تر درېیو زرو پورې دی.

تر دې دمخه د افغانستان اولسمشر اشرف غني دعوه کړې وه چې دا مهال د دیورنډ دپولې ترڅنګ د ترهګرو لږ ترلږه ۲۱ ډلې فعالیتونه لري .

د افغانستان د ملي امنیت مشاور ویلي چې سعودي په اسلامي نړۍ کې مهم ځای لري؛ ځکه یې نو د افغانستان د سولې په پروسه کې رول مهم دی.

هغه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف د دې څرګندونو په اړه چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي، ویلي “موږ به د پاکستان ډېر منندوی یو چې لومړی په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي مرکزونه وتړي”

په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې حنیف اتمر ویلي چې د دغه دفتر د پرانيستلو اساسي موخه د سولې له پروسې سره همکاري وه.

خو د هغه په وینا، له تېرو څو کلونو تېرېدو راهیسې چې دغه دفتر پرانيستل شوی، تر اوسه یې د سولې له پروسې سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د ملي امنیت مشاور وایي چې د قطر له حکومت سره غواړي خبرې وکړي، څو دغه دفتر وتړل شي.

تیرکال هم د فرورۍ په میاشت کې د المان په مونیخ ښار کې ولسمشر غني د قطر خارجه وزیر سره د لیدنې په مهال له نوموړي غوښتلي وؤ چې که تر راتلونکي پسرلي پوري طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشول نو باید په قطر کې د هغوی د فتر وتړل شي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو لپاره سیاسي دفتر پر ۲۰۱۳ کال کې پرانستل شو او قطري چارواکو هیله ښوده چې د دې دفتر له لارې به روانه افغان غمیزه پای ته ورسېږي، خو تراوسه یې دا هیله پوره شوې نه ده

طالبان د دغه دفتر له لارې خپل سیاست کوي او هم یې استازي له دې ځایه مختلفو هېوادونو ته سفر

XS
SM
MD
LG