لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې مېرمنې له قیمتي کاڼو د ګېڼو جوړولو هنر زده کوي


د پاکستان د غمیو او ګېڼو د ودې کمپنۍ (PGJDC) په بلوچستان کې بېکسو او بې روزګاره لوستو مېرمنو ته په ګېڼو کې د غمیو د پیوندکارۍ او نور هنرونه ور زده کوي.

دغې کمپنۍ په لږ وخت کې شاوخوا ۷۰۰ مېرمنو او نجونو ته دا هنر ور زده کړی، چې په هغوی کې تر ۵۰ فیصده زیاتې مېرمنې اوس په خپل لاس جوړ کړي شیان په ځایي بازارونو کې خرڅوي او مناسبه ګټه تر لاسه کوي.

د سیوۍ اوسېدونکې عدیله- چې تر څورلسمه یې تعلیم کړی او د دې کمپنۍ له خوا روزل شوې- وایي، چې د ډبرتوږنې، په ګېڼو کې د غمیو پیوندولو او نور هنرونه یې زده کړل. عدیله وایي:

"خپل د لاس جوړ کړي شیان مې خرڅ کړل، ګټه يې راته وکړه او دوکاندارانو نور لاسي شیان هم راڅخه وغوښتل، چې زه یې اوس په جوړولو بوخته یم"

د پاکستان د غمیو او ګېڼو د ودې کمپنۍ سره کارکوونکې ډیزاینرې فرحین آغا وي.او.اې ته وویل، چې په اداره کې یې ښځو ته پینځه ډوله هنرونه ور ښوول کېږي، چې په ځایي ګېڼو (زیوراتو) کې د غمیو پیوندول، د خامو قیمتي کاڼو توږل او انځورونه پر جوړول، په تسبو کې د کارولو لپاره د قیمتي کاڼو توږل، له ښایسته کاڼو غاړګۍ جوړول او د قیمتي کاڼو پېژندل پکې شامل دي.

فرحین وایي په کوټه او نورو ښارونو کې اوس له قیمتي کاڼو د جوړو شویو ګېڼو د کارولو دود ورځ په ورځ زیاتېږي او له دې سره د سینګار په صنعت کې هم له دغو ښایسته قیمتي کاڼو د جوړو ګېڼو استعمال زیاتېږي، چې وایي له کبله یې پر کور ناستو نجونو او مېرمنو ته د عزتمن کار دروازې پرانیستل کېږي. عدیله وایي:

"ضروري ده چې ښځې په کورونو کې د فلزي تار په وسیله له سپینو زرو، پلاټینمو او سپینو زرو کار واخلي، بلکې کولای شي ښایسته توږل شوي کاڼي په مشین د میسو او الومینیمو یا نورو نرمو تارونو په وسیله عقیق، فیروزه او نور ښایسته غمي سره پیوند کړي او ګېڼه ځنې جوړه کړي، له دې څخه دوی ښې پیسې تر لاسه کولای شي"

بلوچستان د قدرتي وسایلو خصوصاً د قیمتي کاڼو له زېرمو ډکه صوبه ده، چې له چاغي، نوشکي، کلاسیف الله، لورالای، خضدار، لسبېلې او قلات ضلعو یې اوس هم هر کال په لکونو ټنه د مرمرو او نور قیمتي کاڼي را ایستل کېږي او په پاکستان کې دننه او بهر ته د لېږلو په بدل کې د اربونو روپیو زرمبادله پانګه تر لاسه کوي.

فرحین وایي په بلوچستان غوندې صوبه کې چې خلک یې قبایلي ژوند کوي، عموماً ښځې د روزګار کولو لپاره د کومې څانګې د ټاکلو واک نه لري، خو که نجونې دغه هنر زده کړي او یو مشین واخلي، په کور کې د فراغت په وخت په ګېڼو کې د غمیو د پیوند یا د ښکلیو غاړګیو جوړولو کار وکړي، نو په بازار کې یې په ښو پیسو خرڅولای شي، چې وایي دا کار خصوصاً له کونډو ښځو سره په کورني خرڅ کې ښه مرسته کولای شي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان د غمیو او ګېڼو د ودې کمپنۍ له ۲۰۱۱م کال راهیسې بېکسو، تعلیمیافته او کونډو ښځو ته له قیمتي کاڼو د غاړګیو، ګېڼو او نورو لاسي شیانو د جوړولو بېلابېل هنرونه ور زده کوي، چې له کبله یې هغوی اوس په خپل هنر خپل کورونه ساتي او د نورو لاس ته مجبوره نه دي.

رپوټ: ستار کاکړ، وي.او.اې- کوټه

ژباړه: بارکوال میاخېل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG