لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید وشو، ګڼ کسان مړه اؤ ژوبل


دافغانستان سرښار کابل د شنبې په ورځ بیا یو ځانمرګي برید لړزولی چې په ګڼ شمیر کې مرګ ژوبله یې اړولې خو دقیقه شمیره یې لا نه ده په ډاګه شوې

د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي ښاغلي دانش وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي ، ځانمرګۍ برید نن سهار ۸ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار ۹ امنیتي حوزې اړوند دشش درک سیمه کې ترسره شو.
نوموړي ویلي ، په دې پيښه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دانش ویلي ،په هغه سیمه کې چې ځانمرګۍ برید شوی ، حکومتي او د نړیوالوامنیتي ادارو دفترونه شتون لري.
دکورنیو چارو وزارت ویلي ، دپولیسو څیړنیز ټیم سیمې ته رسیدلی او د پیښې قربانیان روغتونوته رسول شوي او د پیښې کسانو د هویت تراوسه مشخص نه دی.
نوموړي ویلي ، په ۶ ټپیانو کې د دوو حالت د اندیښنې وړ دی.

ازادې سرچیني وایي په برید کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ شمیره زیاته ده خو له دقیق معلومات یې نه دي ترلاسه شوي.
ددغه برید پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې تیره میاشت په کابل کې د ترسره شوؤ دریوؤ سترو ترهګریزو بریدونو مسولیت طالبانو قبول کړی ؤ.

په دغو بریدونو کې خواوشا دوه سوه کسان وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي وؤ.

په کابل کې دا اوسنی برید په داسې مهال شوی چې تیره اوونۍ د طالبانو یو مشر عبدالحکیم مجاهد نړیوالو مطبوعاتو ته پخلی کړی ؤ چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ د جوړجاړي دپاره پټې خبرې روانې دي.

افغان اولسمشر اشرف غني دریځ لري چې دطالبانو مرکز پاکستان دی اؤ څو ځله یې ویلي چې پاکستان په افغانستان نااعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان د افغان حکومت دغه تورونه ردوي

ددې برید نه یوه ورځ وړاندې طالبانو اعلان کړی ؤ چې دوئ به دترکمنستان نه د افغانستان په لاره پاکستان اؤ هند ته د ګاز تیریدونکي نل ته هیڅ نه وایي اؤ د خپل واک لاندې سیمو کې به دټاپي په نوم دغه پروژې ته امنیت ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG