لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنیټ کې نیوکه:ترهکر دریاست تحفظ کې دي،دسوات خلک بېځایه تنګولی شي


دپاکستان سینیټ کې په سوات کې په پوځي چیک پوسټونو دخلکو په زؤرونه سختې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې اصل ترهګر دپاکستان ریاست پخپل تحفظ کې ساتلي خو دسوات په عامو خلکو دترهګرۍ بې ځایه تورونه لکولی کیږي.

د پاکستان پیپلز ګوند سنیټیر ښاغلي فرحت الله بابر دسینیټ غونډه کې په سوات کې په پوځي چیک پوسټونو دخلکو د تنګولو معامله راپورته کړې اؤ ویلي یې دي په دغو چیک پوسټونو عامو وګړو سره پوځیان دترهګرو نه بدترچلند کوي.

هغه وویل په تیرو ورځو کې چې کله دسوات خلکو په پوځي چیک پوسټونو عام اولس سره د کیدونکې بدسلوکۍ په ضد احتجاج وکړو نو هغوئ باندې دترهګرۍ مقدمې جوړې کړل شوې .

فرحت الله بابر وویل “اصل ترهګر د ریاست په تحفظ کې دي اؤ دسوات خلک چې غوښتنه کوي ماشومانو اؤ میرمنو سره یې باید په پوځي چیک پوسټونو دسپکاوي ډک سلوک بند کړل شي په هغوئ د ترهګرۍ مقدمې جوړیږي چې دا ډیر زیاتی دی”

هغه وویل دسوات خلک نور پوزې له راغلي اؤ باید هغوئ سره په چیک پوسټونو د ناروا سلوک لړۍبنده کړل شي.

تیره اوونۍ د سوات په خوازه خیله سیمه کې په سوونو خلکو په پوځي چیک پوسټونو عام اولس سره دکیدونکي زیاتي په ضد احتجاجي مظاهره کړې وه چې له هغې وروسته پولیسو ددغه مظاهرې د راجوړونکو په ضد دترهګرۍ اؤ غدارۍ مقدمې جوړې کړې وې.

ددغو مقدمو په ضد دخیبرپښتونخوا اسمبلۍ په شمول په بیلابیلو سیمو کې احتجاجونه شوي وؤ اؤ ټاکل شوې وه چې د راتلونکي اتوار په ورځ به په سوات کې یوه لویه احتجاجي جلسه هم کیږي.

خو پرون دسوات قامي جرګې ویاند احمد شاه ډیوه ته وویل چې پوځي اؤ انتظامیي مشرانو دقامي جرګې ټولې غوښتنې منلي اؤ داتوار د ورځې جلسه ختم کړل شوې ده.

هغه ویلي وؤ پوځ داډ ورکړی چې په کومو کسانو مقدمې جوړې شوي هغه به ختمولی شي اؤ په چیک پوسټونو به پولیس رامخې ته کولی شي

خو دقامي جرګې په دغه اعلان سوشل میډیا باندې ځینو زلمو دناخوښۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې پوځ داحتجاجي جلسې دختمولو دپاره ژمنې خو کړي‌ دي ولې سرته به ېې ونه رسوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG