لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال:ګاونډي هیواد پاکستان کې پخپل سر دعملیاتو ګواښونه کوي


دپاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی احسن اقبانل وایي ګاونډي هیواد پاکستان کې پخپل سر د عملیاتو ګواښونه کوي خو پاکستان به یې په نره مقابله کوي..

خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي احسن اقبال ویلي دا مهال دامریکا له لوري پاکستان د افغانستان په اړوند سیاسي فشارونو سره مخ دی خو افغانستان کې امن دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ د همکارۍ له لارې ټینګیدلی شي

دتیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې واشنګټن ، نوی ډیلی اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته پناه ورکړې اؤ دغه ترهګر دپاکستان دپولو نه بهر له بریدونو وروسته بیرته په پاکستان کې پټیږي .

خو پاکستان دغه تورونه نه مني اؤ وایي د هر رقم ترهګرۍ په ضد دی.

دکورنیو چارو وزیر وویل” زمونږ په ضد په نړیواله کچه سازشونه روان دي اؤ دپاکستان دښمن په دغو سازشونو زیات وخت مصرفوي” .

هرڅو که په دغه موقعه دکورنیو چارو وزیر دکوم هیواد نوم نه دی اخستی خو اشاره یې د هند لوري ته وه اؤ وئ ویل “ زمونږ ګاونډي هیواد مونږ ته ګواښونه کوي چې پخپل سر به دپاکستان خاوره کې عملیات وکړو خو دا ورته باید په ډاګه وي چې پاکستان به یې په نره مخې ته ودریږي”

دپاکستان اؤ هند ترمینځ په دې وروستیو کې په لائن اف کنټرول یو شمیر وړې جګړې شوي چې پکې د دواړو خواؤ نه ګڼ شمیر پوځیانو خپل ژوند دلاسه وړکړی دی.

تیره ورځ دپاکستان پوځ د امریکا په ګډون د شپږو هیوادونو دفاعي اتاشیان لاين اف کنټرول ته بوتللي وؤ اؤ ورته هندي پوځ سره په پیدا شوي وضعیت احوال تیر کړی ؤ

Recommended

XS
SM
MD
LG