لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فراه:دطالبانو برید کې دملي اردو ۱۸ سرتیري وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي په فراه ولایت کې د طالبانو اؤ ملي اردو ترمینځ سخته نښته شوې چې پکې دملي اردو ۱۸سرتیري وژل اؤ دوه ژوبل شوي دي.

دافغان ملي عسکرو د وژنې دغه پیښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې هم نن په کابل اؤ هلمند ولایت کې طالبانو په امنیتي ځواکونو درې ځانمرګي بریدونه کړي چې یو شمیر عسکر پکې مړه اؤ ژوبل شوي دي.

دشنبې په ورځ دافغانستان د دفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي طالبانو تیره شپه دفراه بالا بلوک اولسوالۍ کې دملي اردو په سرتیرو برید کړی .

ددفاع وزارت دغه نښته کې د ۱۸ ملي سرتیرو د وژل کیدو ترڅنګ د ګڼ شمیر طالبانو د وژنې دعوه هم کړې ده .

طالبان وايي په دغه نښته کې یې ۲۵ عسکر وژلي اؤ دوه یې ژوندي نیولي دي.

په افغانستان کې د نوي کال دپیل کیدو سره سم طالبانو په افغان ځواکونو بریدونه سیوا کړي اؤ یوازې .

دجنورۍ میاشت کې په کابل د طالبانو ترهګریزو بریدونو کې دخواوشا ۲۰۰ کسانو د وژل کیدو نه وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو سره دمزاکراتو ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نور به طالبانو ته د جنګ په میدان کې ماتې ورکولی شي.

تیره ورځ دافغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر ویلي وؤ چې افغان دولت به ډیر زر دقطر حکومت نه وغواړي چې په قطر کې دطالبانو سیاسي دفتر وتړي ځکه چې دغه دفتر دسولې په عمل کې هیڅ رول نه دی ادا کړی.

افغان حکومت طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي خلک بولي اؤ تور لګوي چې پاکستان دطالبانو له لارې افغانستان کې روانې جګړې ته دوام بخښل غواړي خو پاکستان دافغانستان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه بدامني د افغان حکومت کورنۍ کمزوري ده.

امریکا هم تیره میاشت په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلې وې اؤ شرط یې ایښی چې ترڅو پاکستان خپله خاوره کې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستې ترهغې به ورته خواو شا د دؤؤ اربو ډالرو پوځي مرستې نه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG