لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني: ټاپي د افغانستان د بدلون پروژه ده 


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د هرات یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې څرګنده کړې چې ټاپي پروزه د یو عظيم بدلون پیل او دې سره هرات په صنعتي او منظم ښار د بدلېدو په حال کې دی.

ولسمشر وويل د دې پروژې سره نه یوازې د چشت شریف کانونه د افغانستان وضعیت ته اساسي بدلون ورکولی شي بلکې زیاته يې کړه، د هرات کرنه باید په اساسي توګه عصري شي او په افغانستان کې د قومونو او مذاهبو وحدت باید لا پیاوړی او وساتل شي.

‎د صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه د هېواد جمهور رئیس وویل، له تېرو درېو کالونو راهسې یو تحرک رامنځته شوی او مونږ د مخ په وړاندې تګ په حال کې یو، خو دغه تګ يا رفتارپوره نه دی.

هغه زیاته کړه، د ټاپي د کار پیل د مرکزي افغانستان د جغرافیایي زندان ماتېدل او د ادارو ځوانول د دغه تحرک او دوامداره اصلاحاتو بېلګې دي.

‎جمهور رئیس غني وویل، د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د رسیدګۍ موضوع په خپله وخت پر وخت ګورم او له اجتماعي پلوه ورباندې تمرکزکېږي او د منظم پلان له مخې به د کډوالو او راستنېدونکو د ځای پرځای کولو ترتیبات ونیول شي.

افغان ولسمشراشرف غني او د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ دهاغه ١٨١٤ کلو ميټره اوږد "ګاز نل" (ګېس پايپ لاين) پرانسته کړې چې افغانستان، پاکستان اوهند ته به ترې ګاز (ګېس) ترلاسه کيږي.

دګيس دغه نل چې دټاپي پروژې په نوم یادیږي به په خواوشا دوو کلونو کې به پاې ته ورسيږي، خو د دې پروژې په راجوړلو څو کلونه وخت لګيدلى دى.

ددې نل سره به د ترکمانستان نه پاکستان او هند ته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او نيمروز د ولايتونو له لارې ۳۳ کيوبک ميټره ګيس انتقاليږي.

دافغان حکومت سره په جګړه بوختو طالبانو د دغه پروژې د بشپړ ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې هغوي به د خپل واک لاندې سیمو کې دګاز د دغه نل د تیرولو په پروسه کې کوټلی ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG