لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بايد د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي: حنيف اتمر


د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر ويلي د پاکستان حکومت باید د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او له افغانستان او نړۍ سره سوله وکړي.

هغه وویل "که پاکستان له هوښیارۍ نه کار وا نخلي په ډيرو مصیبتوبه ځان له نړۍ سره اخته کړي ،د پاکستان ګټه په دې کې ده چې له تروریزم نه لاس واخلي او له افغانستان اود نیا سره سوله وکړي او مونږ د دې طرفدار نه یوچې زمونږ یوګاونډي هېواد دې یوه داسې حالت ته ورسیږي ،مونږ یې له خلکو سره دوستي لرو خو ستونزه په نظامیانو کې ده".

د امنیت شورا مشر حنیف اتمر له افغان حکومت سره د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د دولت همکاریو نه کولو په تړاو ویلي ،د افغان حکومت د کامیابې بهرنۍ پالیسۍ له مخې په هغه هیواد (پاکستان) دامریکا متحدو ایالتونو په بې ساري توګه فشار زیات شوی دی.

هغه زیاته کړه ، له پاکستان سره د هراړخیزو مسایلو په اړه د مذاکراتو لارخلاصه ساتي ترڅو د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د صادقانه همکاریو د نه ترسره کولو په غبرګون کې پرهغه هیواد فشارونه دوام پېدا کړي اوافغان حکومت د نړۍ ملاتړ له ځان سره ولري.

پاکستان بيا بيا دغه خبره تکراروي چې په خپله بهرنۍ تګ لاره کې د ترهګرو د ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي دي چې له ترهګرو ملاتړ نه کوي او نه هم په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ورکوي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په تازه خبرو کې ​طالبانو ته په مخاطب کولو سره ویلي ، د سولې ،اقتصاد او بیا روغنې له روان کاروان څخه ځان لرې ونه ساتي ،ګنې بیا به یې د افغانستان خلک هیڅ کله ونه بخښي.

هغه ویلي ، طالبان باید سولې له د رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د داعش ،لشکر طيبه ، القاعدې او د ازبکستان او شرقي ترکستان په نامه افغانستان ته له راغلو ډلو ځان جلا کړي او د دښمن پرځای د خپل ملت ملا وتړي.

نوموړي وویل "زه یوځل بیا پرطالبانو غږ کوم چې په دنیا او منطقه کې فکر په بدلېدو دی ، د سولې ،اقتصاد او د بیا ودانولو لپاره ، احتیاط وکړي چې له دې کاروان څخه ځان لري ونه ساتی چې بیا به مو د افغانستان خلک هیڅ کله ونه بخښي،دایې وخت دی ،راشئ له خپلوخلکو سره سوله وکړئ،ستاسو ګټه په جګړه کې نه ده ستاسو ګټه په سوله کې ده".

د ملي امنیت شورا سلاکار په کور دننه موجودو ستونزو ته په اشارې سره پرته له دې چې د کوم چارواکي له نوم څخه یادونه وکړي ویلي ، یوالی دافغانستان د راتلوونکي په ګټه دی.

نوموړي ویلي "ترننه پورې چې مونږ خبرې نه کوؤ هغه په دې خاطر چې مونږ نه غواړو د افغانستان ملي وحدت ته زیان ورسیږي ،مونږ په دې اړه کافي شواهد لرو ،ځکه په بې اتفاقي کې زمونږد وطن ګټه نه ده ،مونږ وروڼه لرو چې جاهلانه لاریې دخپل هیواد او د اینده نسلو لپاره غوره کړې ده او دوی ته زمونږ خبره داده چې زه په حوصلې ترسره مخ ته ځم ،ته به په مطبوعاتو کې چغې وهي اما دومره درته وایم له تاسره جګړه یا له تاسره لانجه زما او هیواد په ګټه نه ده بلکې دوستي او اتفاق دهیواد په ګټه دی".

دا په داسې حال کې ده چې جمهور ريیس غني نږدې دوه میاشتې وړاندې د یوه فرمان له مخې عطا محمد نور د بلخ ولایت څوکۍ څخه ګوښه کړی خو عطا محمد نور په دندې د پاتې کیدو ټینګار کړی او د حکومت پرضد یې په راتلونکي وخت کې پراخو مظاهروترسره کولو ته تابع نیولې ده.

همداراز د بریښنايي تذکرو په پرسرهم په افغانستان کې روانې شخړې د حکومت او د سیاسي احزابو ترمنځ لا پای ته نه دي رسیدلي او په دې تذکرو کې په یوشمیر ملي مسایلو لاهم تاوده بحثونه او د نظر اختلافونه شتون لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG