لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت ولې د حقانیه مدرسې "جهاد پوهنتون" ته مرسته ورکوي؟


مولانا سمیع الحق- چې د طالبانو پلار هم بلل کېږي- په حقانیه مدرسه کې د خپلو شاګردانو په منځ کې.
مولانا سمیع الحق- چې د طالبانو پلار هم بلل کېږي- په حقانیه مدرسه کې د خپلو شاګردانو په منځ کې.

د خیبرپښتونخوا حکومت دې ګام یو ځل بیا اندېښنې را پارولې، چې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې ته یې په دویم ځل څه کم ۲۷ کروړه روپۍ بودیجه ورکړې ده.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي چې په "جهاد پوهنتون" مشهورې دې مدرسې ته په داسې وخت کې دا پیسې ورکول کېږي، چې پاکستان په نړیواله توګه د ترهګرو د مالي سرچینو په نه تړلو تورن دی.

عوامي نېشنل ګوند وایي په خیبرپښتونخوا کې سکولونه بنیادي اسانتیاوې نه لري، نو څنګه داسې مدرسې ته د ولس له بودیجې پیسې ورکوي، چې د ترهګرو فیکټرۍ بلل کېږي. د عوامي نېشنل ګوند یوې غړې بشری ګوهر پر ټویټر د پښتونخوا له اسمبلۍ او هایکورټ څخه په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

ډان ورځپاڼې د فبرورۍ د ۲۶مې په سرلیکنه کې لیکلي، د خیبرپښتونخوا حکومت چې حقانیه مدرسې ته بیا څه کم ۲۲۸ میلینه روپۍ ورکړې دي: "یا خو تحریک انصاف ګوند په بشپړه توګه شبکور دی او یا یې سیاسي ګټو نور هر څه له پامه غورځولي دي".

له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې سیاسي نقادان وایي داسې څرګندېږي چې د قومي ایکشن پلان له مخې په پاکستان کې نه یواځې د هغو مدرسو په ضد ګامونه نه اخیستل کېږي، چې توندروۍ ته وده ورکوي بلکې وایي له هغوی سره په ښکاره مرستې کېږي.

د حقانیه مدرسې یو منظر.
د حقانیه مدرسې یو منظر.

سیاسي څېړونکی اقبال خټک ډیوه ته وویل، د ترهګرو په روزلو کې د حقانیه مدرسې رول په خپله د پاکستان ادارو هم تایید کړی دی، خو بیا هم چې د پښتونخوا حکومت ورته بودیجه ورکوي نو دا ډېره د اندېښنې خبره ده او باید پلټنه یې وشي:

"د دغې مدرسې [حقانیه] په اړه د پخوانیو حکومتونو او پوځ یو نظر دی، چې وایي دلته ځانمرګي بریدګر تیارېږي. د پوځ یو مشر پخپله یو ځل په پېښور کې خبریالانو ته ویلي وو، چې دوی یو ترهګر وژلی وو او هغه له همدې مدرسې را وتلی وو"

څېړونکي وایي د تحریک انصاف ګوند نظر هم د وسلوالو طالبانو په اړه د حقانیه مدرسې له مشر مولانا سمیع الحق څخه ډېره بدله نه ده، چې تل یې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، له همدې امله "د طالبانو پلار" خطاب هم ورته کېږي.

ډان په خپله سرلیکنه کې لیکلي، د شوروي په ضد د جګړې له مهاله تر اوسه له حقانیه مدرسې زرګونه وسلوال طالبان فارغ شوي دي، چې وایي په هغوی کې د ملا محمد عمر په شمول د افغان طالبانو ګڼ شمېر مشران هم شامل دي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا محمدعمر، چې مولانا سمیع الحق یې د استادۍ دعوه کوي.
د طالبانو پخوانی مشر ملا محمدعمر، چې مولانا سمیع الحق یې د استادۍ دعوه کوي.

یو بل څېړونکی ډاکټر سهېل احمد وي.او.اې ډیوه ته وویل، کېدای شي تحریک انصاف ګوند حقانیه مدرسې ته د خپلو سیاسي ګټو په خاطر مرستې ورکړې وي، خو وایي دا کار به د دې ګوند سیاسي اعتبار ته زیان ورسوي او له نیوکې سره به مخامخ شي:

"زما په فکر اکثریت پښتانه د دې په حق کې نه دي چې حقانیه مدرسې ته دې پیسې ورکړل شي او غښتلې دي شي بلکې غندنه یې کوي، ځکه دوی فکر کوي چې په تېرو اوولسو کلونو کې او تر هغه مخکې هم دې کار د قوم په حیث دوی ته زیان رسولی دی"

د پښتونخوا صوبې اوسني حکومت په ۲۰۱۶م کال کې هم دې مدرسې ته ۳۰۰ میلینه روپۍ مرسته ورکړې وه، چې د پاکستان او نړۍ په کچه یې اندېښنې را وپارولې او غندنه یې وشوه.

د تازه اعلان شوې مرستې په اړه د پښتونخوا حکومت ویلي چې دغه بودیجه حقانیه مدرسې ته د ودانۍ د چارو لپاره ورکول کېږي، خو سیاسي څېړونکي پوښتنه کوي او وایي دا ضمانت به څوک ورکوي چې دغه پیسې به توندروۍ ته د ودې ورکولو او افغان طالبانو د روزنې لپاره نه کارول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG