لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ: د امن په پلمه د موبایل ټیلیفون بندول قانوني جواز نه لري


د اسلام اباد هایکورټ په خپله یوه تازه پرېکړه کې ویلي، چې په پاکستان کې په ځینو ځانګړو ورځو د مرکزي حکومت او ځینو امنیتي ادارو له خوا د موبایل ټیلیفونونو فعالیت بندول غیرقانوني کار او له واکه ناوړه ګټه اخیستل دي.

عدالت دا پرېکړه د هغه درخواست په ځواب کې اورولې، چې د موبایل ټیلیفونونو کمپنیو او یوه عام کس تېر کال ورکړی وو. په درخواست کې ویل شوي وو چې د موبایلونو فعالیت ځنډول د بنیادي انساني حقونو خلاف او د پاکستان د مخابراتو د ۱۹۹۶م کال له قانونه سرغړونه ده، ځکه نو عدالت باید دا کار غیرقانوني اعلان کړي.

په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په ځینو ځانګړو ورځو خصوصاً په ځینو مذهبي او ملي ورځو کې قریباً د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې موبایل ټیلیفونونه د څو ګنټو لپاره بندېږي، چې له کبله یې خلک له ستونځو سره مخامخ وي.

پاکستاني چارواکي وایي ترهګر موبایل ټیلیفونونه د ترهګرۍ او ورانکارۍ په چارو کې د وسیلې په توګه کاروي، ځکه نو د امنیت په خاطر په ځانګړو ورځو موبایلونه د محدود وخت لپاره بند ساتي.

د اسلام اباد اعلی عدالت په دې اړه د پاکستان د مخابراتو له ادارې (پي ټي اې) او مرکزي حکومته سپیناوی غوښتی وو، چې ولې موبایلونه بندوي. د مخابراتو ادارې چارواکو عدالت ته ویلي، دوی دا کار د مرکزي حکومت په امر کوي.

مرکزي حکومت عدالت ته په خپل جلا ځواب کې ویلي، حکومت د مخابراتو د قانون د ۵۴ (۲) مادې له مخې د امنیت د ټینګښت په خاطر د موبایل ټیلیفونونو د بندولو واک لري.

عدالت د مخابراتو د ادارې او حکومت د دریځونو تر اورېدو وروسته پرېکړه اورولې او د امنیت د ټینګښت په نامه د موبایل ټیلیفونونو بندول یې غیرقانوني کار بللی دی.

د اسلام اباد عدالت په هېواد کې د حکومت له خوا په ځانګړو ورځو د موبایل ټیلیفونونو بندول غیرقانوني کار بللی، خو په ځینو قبایلي سیمو کې یې د موبایل ټیلیفونونو د فعالیت پر بشپړ بندیز هیڅ نه دي ویلي.

د وزیرستان، باجوړ او مومندو اوسېدونکي وایي په سیمو کې یې له اوږدې مودې راهیسې د موبایل کمپنیو کار په ټپه ولاړ دی، چې له کبله یې دوی د ژوند له دې بنیادي حق څخه بې برخې دي او نه شي کولای د خپلو شخصي او کاروباري اړیکو لپاره موبایل ټیلیفونونه وکاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG