لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په مسله طالبانو په امريکا د خبرو غږ کړی


افغان طالبانو د سويلي او مرکزي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز د څرګندونې په غبرګون کې ويلي "چې د افغانستان د مسلې د سوله ييز حل دپاره دې امريکايي چارواکي د طالبانو د سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي".

څو ورځې وړاندې د سويلي او مرکزي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز وايس اف امريکا سره په خبرو کې ویلي ؤ، طالبان اوس هم موقع په لاس کې لري چې د خبرو مېز ته راشي،

هغې ويلي ؤ "طالبانو ته مو دغه پېغام دی چې د مذاکراتو دروازه لا خلاصه ده، هغه طالبان چې د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان ائين مني" کولی شي چې راشي او د خبرو بهير کې شامل شي.

د امريکايي استازې څرګندونې ته په غبرګون کې طالبانو د دوشنبې، ګل په ورځ خپله اعلامیه خپره کړې ده.

طالبانو ويلي امريکايي چارواکي دې د طالبانو سياسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي، او د مسلې د حل دپاره دې د افغان ولس غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې دې له سوله ييزې لارې طالبانو سره د خبرو دپاره وړاندې کړي.

طالبانو په اعلاميه کې ويلي د جګړې د خاتمې دپاره د افغانستان سوله ييز حل غواړي.

د طالبانو تازه څرګندونې ته په سمدستي ډول د امريکا يا افغان چارواکو کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د طالبانو خبرو ته کښېناستو تازه څرګندونه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې امريکا د تېر اګست په مياشت کې د افغانستان دپاره نوې تګلاره اعلان کړې او افغانستان ته يې نور امريکايي ځواکونه رالېږلي دي.

د دې ترڅنګ د امريکې لخوا په پاکستان هم سخت فشار دی چې د افغان طالبانو د حقاني شبکې پرضد غوڅ عمليات وکړي.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې او افغان طالبانو ته پناه ځای ورکړې او د دغه هېواد نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

امريکې دپاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

د افغانستان په اړوند د امریکايي پاليسۍ وروستو د امريکا، افغانستان او پاکستان لوړ پوړو چارواکو د يو بل هېوادونو سفرونه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG